په سباؤن كښې به هم اولس ته په سمدستي توګه ارزان انصاف رسولو لپاره اقدامات روان ساتلې شي۔ د قانون او انصاف وزير بېرسټر فروغ نسيم

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د تحريك انصاف حكومت د يو كال پھ مهال د اولس كټې٬اولس ته په سمدستي توګه ارزان انصاف رسولو او د پاتې طبقو د حقونو تحفظ لپاره د قانون او د انصاف د وزارت په مهمه قانون سازۍ كښې ځانګړې كردار پاتې شوې٬وزارت په 68 سركاري او 186 پرائيوېټ ممبرز بلونو تيارولو كښې مرسته كړی٬وزارت د 260 نړيوالو لوظ نامو/د تفاهم يادښتونو٬د 55 ټهيكو او د قرض 41 لوظ نامې موثر كولو لپاره قانوني رائے وركړي دي٬اے پي پي ته په لاس راغليو دستاويزاتو له مخې د قانون او انصاف تجارت د پاكستان تحريك انصاف حكومت د تېر يو كال حكومت په مهال پھ ضمني مالي ترميمي قانون 2018 ٬ مغربي پاكستان جينوئل سموكنګ٬ (ری پیل) ایکټ 2018ء، پاکستان كښې سینما ہاءوسز كښې سګریټ څښلو امتناع (ری پیل) ایکټ2019ء، انتخابی بدلون بل2019ء، ضمنی مالیاتی دويم بدلون قانون 2019ء، انتخابات (دويم بدلون) قانون2019ء، مالیاتی بل 2019ء قانون سازۍ كښې مهم کردار ترسره كړې۔ د دې مودې په مهال د اولس مشر د اړخه پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل آرډیننس2019ء، اثاثې څرګندولو آرډیننس2019ء، اثاثې څرګندولو بدلون آرډیننس 2019ء، نوې پاکستان هاءوسنګ اینډ ډویلپمنټ اتھارټی آرډیننس 2019ء، پاکستان پینل کوډ بدلون آرډیننس2019ء، نېشنل کاءونټر ټیرر ازم اتھارټی بدلون آرډیننس 2019ء، فیډرل ګورنمنټ ایمپلائز اتھارټی بدلون آرډیننس 2019ء او ریکوری آف مارټیجیډ سیکورټی آرډیننس 2019ء جاری کړې شوې۔ دستاویزات له مخې 100 كاله پخواني قوانین پشمول اوسني قوانین د قانون او انصاف وزارت په ویب پاڼه شته۔ دستاویزات له مخې بيل خصوصی عدالتوں ټربیونلز كښې د پریذائیډنګ افسرانو ګڼې چوكۍ د ډير وخت راهسې خالي وې چې له امله امله ئې ګڼې مقدمې د التواء ښکار وې او د هغې په شميره كښې اضافه كيدله، اولس ته په وخت انصاف وركولو لپاره د تير يو كال په مهال د پاکستان تحریك انصاف حکومت ججان او ټربیونل ممبران تعینات کړې دغسې نور خاص عدالتونه ټربیونلز په جوړولو كار روان دے۔ د قانون وزارت وفاقی حکومت بيلو ادارو له قواعد وضوابط جوړولو او په هغې د عمل درآمد په اړه قانونی معاونت وركړې چې پكښې 68 سرکاری او 186 پرائیویټ ممبرانو بلونو جوړولو كښې معاونت ٬ نړيوالو لوظنامو٬ د مفاهم په يادښتونو ، 55 ټھیکو او 41 قرضو لوظنامو موثره كولو په اړه قانونی رائې شاملې دي۔ وزارت د بيلو سرکاری ادارو د اړخه قانونی رائې لپاره کیسونه لېږلي دي كومو ته چې قانونی رائې وركولو سره ترسره كړي۔ د قانون وزیر بیرسټر فروغ نسیم وئيلي دي چې حکومت د اولسي ګټو لپاره قانون سازی کړې ده او سباؤن كښې اولس له سمدستي او ارزان انصاف وركولو لپاره اقدامات كوو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں