جده 30 مئی (اے پی پی) سعودي كښې د او آئي سي په روانه غونډه كښې د خارجه وزيرانو كونسل په مهال د پاكستان٬تركيه او ملائېشيا خبرې اترې شوې چې پكښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان او د تركيې او ملائېشيا خارجه وزيرانو د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي كوله۔د تركيې او ملائېشيا خارجه وزيرانو د او آئي سي په صحيح معنو مسلمانانو ته د پیښو مسئلو حل له د يو نمائنده تنظيم په توګه د كارولو په حقله د پاكستان د نكته نظر ستائنه وكړه او د مشاورت روانه ساتلو ته سلا شول ۔د دې خبرې اترو مقصد د او آئي سي اصلاحاتي ايجنډې جاج اخستل او د او آئي لا فعاله كولو له نكته نظر وړاندې كول دي۔د دريو هېوادونو دا غونډه د تركيې په بلنه شوې۔پاكستان په او آئي سي كښې د اصلاحاتو په حقله د تركيې او نورو سيمه ايزو غړو د ګيلو نه خبر دے او د هغوي د مؤقف قدر كوي٬د پاكستان موقف په دې لړ كښې ډېر واضحه دے ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل او آئي سي د ملګرو ملتونو نه پس دوهم لويې تنظيم دے ٬مونږ غواړو چې او آئي سي فعال او په قانون عمل راكونكې تنظيم په توګه په نړۍ كښې نامه ولري