د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر تربيه ترلاسه كوونكو سي اېس پي افسرانو پلاوي سره خبرې

image
APP31-02 ISLAMABAD: April 02 - Speaker National Assembly Asad Qaiser in a group photo with CSS qualifier officers of Common Training Programme in Civil Service Academy at Parliament House. APP

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د پاكستان خوشحالۍ لپاره سياستمدارو او سركاري ملازمانو له د محنت كولو ضرورت دے٬سركاري ملازمان په حكومتي ډهانچه كښې د ملا د تير حېثيت لري د هغوي نه علاوه حكومتي نظام چلول ممكن نه دې۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د تربيې ترلاسه كوونكو سي اېس پي افسرانو پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې سپيكر سره ملاقات كړې۔سپيكر تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو له د مباركۍ وركولو په مهال ووئيل تاسو ټول ډېر ذهين او خواري كښ يۍ او لوے څښتن تاسو له موقع دركړې چې تاسو د اولس خذمت وكړئ۔ده ووئيل عهده انسان لويې سړې كوي نه بلكې د هغه كار هغه لويې كوي۔ده په تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو زور راوړو چې تاسو خپل سوچ مثبت لرې او د اولس خذمت خپل كار اوګڼي۔ده ووئيل سياستمدار او بيوركريټس شريكې مرستې سره په هېواد لويې مثبت بدلون راوستلې شي۔ده ووئيل د سياستمدارو او بيورو كريټس سوچ ځانله ځانله وي خو د دواړو مقصد خوشحاله پاكستان او پاكستان پرمختګ پلو بوتلل وي۔ده ووئيل دا مهال پاكستان سنګينو خطرو سره مخ دے چې په كومو قابو موندلو لپاره په ګډه د كار كولو ضرورت دے۔اسد قيصر تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو په صلاحيتونو د باور څرګندونه كولو سره ووئېل تاسو دا هېواد د ښه نه ښه جوړولې شئ خو تاسو له د پخواني بيورو كريټك مائنډ سيټ څخه بهر راوتل او د اولس لپاره فكر كول دي۔ده ووئيل لوے څښتن ما له هم په يوه ښه ځاې د خلقود خذت موقع راكړې او دا موقع د ډېر لويې خوارۍ او هلو ځلو نه وروستو ترلاسه شوې٬تاسو هم محنت كولو سره تر دې رارسېدلې يې تاس۔۔ده ووئيل په پاكستان كښې ادارې مستحكمولو له د سركاري ملازمان كردار مهم وي۔ګډون كوونكو له د پارليمان بنيادي فرائضو او په پارليمان كښې د قانون سازۍ عمل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔تفصيلي بريفنګ د قامي اسمبلۍ د قانون سازۍ اېډېشنل سېكتر مشتاق احمد او د نړيوالو چارو جوائنټ سېكتر سيد شمون هاشمي د اړخه وركړې شو۔۔تربيه ترلاسه كونكو سي اېس پي افسرانو پلاوي د پارليمان په اړه په معلوماتو كښې خوښي څرګندونې سره په دې فورم د سپيكر مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں