نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار جدہ څخه هېواد ته راروان شو

image

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار جدہ څخه هېواد ته راروان شوے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې په هوائي مېدان د سعودي د خارجه وزارت وزير مندوبين فريد الخزيم، په سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق او په جدہ كښې د پاکستان قونصل جنرل خالد مجيد ده ته په مخه ښه اووې ۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په جده كښې د او آئي سي د اېګزيکټو کمېټۍ په غېر معمولي غونډه كښې ګډون كړے او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د ځېنې غړو هېوادونو همڅنګو سره ئې ملاقات كړے چې پكښې په مقبوضه فلسطينو سيمو په خاص توګه غزہ او د مېنځني ختيز په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں