وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې او اېس اي او پلس سمټ كښې د فلسطين صورتحال په اړه واضحه موقف اختيار كړې

image

آستانه 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې او اېس اي او پلس سمټ كښې د فلسطين صورتحال په اړه واضحه موقف اختيار كړې او په نړيواله ورورولۍ ئې زور راوړې چې اسرائيل ځواب وركونكې او انصاف سره مخ كړې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف شنګھائي مرستې تنظيم غونډې ته وينا كښې د غزه مقدمه په ښه ډول وړاندې كړي ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې اسرائيل ځواب وركونكې او انصاف سره كړې شي۔ وزيراعظم وئويل اسرائيل د فلسطينيانو په نسل کشۍ كښې ككړ دے،د انصاف نړيوال عدالت هم د اسرائيل بهيمانه کارروائي د فلسطينيانو نسل کشي ګرځولې ده۔ وزيراعظم ووئيل اسرائيل په غزه كښې ظلمونه كوي او د جنګي جرمونو ارتکاب کوي، نړآواله ورورولي دې په سمدستي توګه جنګ بندۍ او انساني امداد رسنې لپاره خپلې هڅې تندې كړي۔ده ووئيل پاکستان دا موقف لري چې ټولې پخوانۍ شخړې دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په فلسطين كښې 37 زره څخه زيات بے ګناه وګړي شهيدان كړې شوي چې پكښې زياتره ماشومان او ميرمنې شاملې دي،د اسرائيل د اړخه 20 لکهه فلسطينيان بے كوره كړې شوي، پاکستان د فلسطين مسئلے د 1967 څخه وړاندې پولو په طرز د دوه رياستي حل حامي دې د كوم پايه تخت چې القدس وي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں