موسمياتي تباهي لوئې چېلنج دے٬ هېواد ته په رامخې ته غېر معمولي چېلنجونو قابو موندل٬ تحقيق كول او علم ترلاسه كول ضروري دي٬ د علم ترلاسه كولو سره هېواد پرمختګ كولې شي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي

image
APP16-251223 ISLAMABAD: December 25 - Caretaker Federal Minister for Information and Broadcasting Murtaza Solangi addressing event “Speech Competition on Quaid Day” organized by DEMP at Information Service Academy. APP/SMR/APP

لاهور 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي موسمياتي تباهي لوئې چېلنج دے٬ هېواد ته په رامخې ته په غېر معمولي او متنوع چېلنجونو قابو موندل ٬ تحقيق كول او علم ترلاسه كول ضروري دي٬ د علم ترلاسه كولو سره هېواد پرمختګ كولې شي ۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د پنجاب انفارميشن ټيکنالوجي يونيورسټۍ څلورم كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان، د آئي ټي وي وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر عدنان نور، د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز، ډينز، د فيکلټۍ غړو او په لويه شمېره زده كوٶنكو ګډون كولو۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان غېر معمولي او متنوع چېلنجونو سره مخ دے چې پكښې معاشي بدحالي، عدم برداشت او د تشدد رويې شاملې دي٬ په دې چېلنجونو قابو موندلو لپاره د زده كوٶنكو په مهم كردار زور رواړولو سره ده ووئيل قامونه چېلنجونو سره مخ كېږي٬ د چېلنجونو لاره نيولو لپاره تعليم مهمه ذريعه ده، انسانيت د ټولو مذهبونو نصب العين دے او هم دا د تعليم مقصد دے چې مونږ بهترين انسانان جوړ شوو۔ ده ووئيل موسمياتي تباهي لوئې چېلنج دے٬ د موسمياتي اېمرجنسي اثرات مونږ هره ورځ وينو٬ مونږ له به د قدرتي ماحول تحفظ لپاره خپل كردار لوبول وي٬ د منفي پروپيګنډې خاتمه په اړتيا زور رواړولو سره ده ووئيل د بده مرغه اوس مهال ځينې خلق د رېټنګ په چكر كښې په سوشل ميډيا ناسم او بې بنسټه خبرونه خپروي٬ د كومو چې مونږ له مقابله كول دي۔ ده ووئيل د انفارميشن ټيکنالوجي يونيورسټۍ غوندې د ريسرچ پوهنتونونه چې په كوم بنياد جوړې شوي كه ھغه په برقرار وساتلے شي نو د ستونزو حل به رامخې ته شي۔ وفاقي وزير په دې لړ كښې د نوميالي الماني ډرامه نګار هټولټ بريټ مشهوره ډرامه “دي اېکسيپشن اينډ دي رول” (استثناء او قاعده) د پرولاګ هم حواله وركړه۔ په كانووكېشن كښې 524 زده كوٶنكو ته سندونه وركړے شول ٬ دغسې پنځو زده كوٶنكو ته د پي اېچ ډي ډګرۍ او 16 زده كوٶنكو ته ګولډ مېډل وركړے شول۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان سره د پنجاب انفارمېشن ټيکنالوجي يونيورسټي د هاسټل د بنياد تيګه كېښوده

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں