د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د خبريال عارف نظامي په مړينه غمرازي

image

اسلام آباد۔21جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د مشر خبريال عارف نظامي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د شورؤ په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د عارف نظامي د وفات په خبر راته ډېر خفګان شوے۔ ده سره زما يو تعلق ؤ۔ په تحريك پاكستان كښې د ارواښاد پلار حميد نظامي او زما نيكه چوهدري اوېس او مشر تره چوهدري الطاف د يوې لارې ملګري وو۔ ارواښاد سره زما هغه تعلق ؤ كوم چې د كورنۍ مشرانو سره وي۔ هغه دعا وكړه چې لويے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں