د افغانستان د بدلېدونكي صورتحال پاكستان په غور جاج اخلي٬ زمونږ موقف څرګند دے٬ مونږ امن غواړو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي کابينې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ

image
APP51-130721 ISLAMABAD: July 13 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد13جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي ديد افغانستان د بدلېدونكي صورتحال پاكستان په غور جاج اخلي٬ زمونږ موقف څرګند دے٬ مونږ په افغانستان كښې امن غواړو خو په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ مرسته پكار ده، افغانستان كښې امن لپاره د پاکستان کردار ګرده نړۍ ويني، نړيواله ورورولي دې د افغان كډوالو په مسئله د پاكستان ملګرتيا وكړي٬ مونږ هڅه كوٶ چې په افغانستان كښې بيا داسې حالات رامېنځ ته نشي چې افغانان بيا كډه وكړي٬ وفاقي کابينې د تحريك لبېك پاکستان (ټي اېل پي) بندېز پحقله د كمېټۍ رپورټ په رڼا كښې په نتظيم د بنديز په ځاے ساتلو پرېكړه كړې ٬ د لوي اختر په موقع سعودي عرب څخه 85 پاكستاني بنديوانانراخوشې كېږي٬ د انتخابي اصلاحات پحقله په يو شمېر نكات اپوزيشن سره اتفاق راغلے٬ تېره ورځ 5 لكه 25 زره كسانو ته د كرونا واكسين لګولې شوي، تر اوسه 2 كروړه پاكستانيانو ته واكسين لګولې شوي٬ اولس ته غږ كوٶ چې په اېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړي،وفاقي کابينې د لوي اختر د دريو ورځو رخصتۍ منظوري وركړې او د پاك پوځ په روانه بنيادي تنخا 15 فيصده د سپېشل الاٶنس 2021 وركولو منظوري وركړې شوې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د غونډې په پېل كښې د كشمير شهيدانو ورځې په موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړې شوه ٬ په 13م جولائي كال 1931 كښې 21 كشميريان په دې خبره شهيدان كړے شول چې ھغوي حق وېنا او بې باكۍ لپاره اودرېدلي وو٬ نن وفاقي كابينه او قام دغه كشميريانو ځوانانو ته سلام كوي۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې غونډه كښې د الېكټرانك ووټنګ ميشين او آئي ووټنګ پحقله تر اوسه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړےشو۔ ده ووئيل د الېكټورل ريفارمز پحقله صورتحال ښه كېږي، اپوزيشن سره په يو شمېر څيزونو اتفاق راغلے٬ په كومو چې صلاح نه ده راغلې٬ مونږ هڅه كوٶ چې په ھغې هم اتفاق راشي۔ده ووئېل د اي وي ايم مشينانو مقصد انتخابات سپېځلې كول دي٬ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د هلو ځلو په نتيجه كښې د لوي اختر په موقع د سعودي واكدارانو لخوا نور 85 پاكستاني بنديوانانراخوشې كېږي٬ د دې بنديوانو كسانو بېرته راوستلو لپاره خاص الوتكه لېږلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان دورې په مهال اعلان كړے ٶ چې مونږ به دا بنديوانانراخوشې كوٶ٬ ده ووئيل د بنديوانو كسانو د راخوشې كولو عمل پرله پسې روان دے٬ ګردې نړۍ څخه د سلګونو په شمېر بنديوانانراخوشې كړې شوي ٬ بهر هېوادونو كښې چې كومه لېبر طبقه په زندانونو كښې ده دا د ھغوي لپاره د خوشحالۍ لوئې خبر دے۔ده ووئېل كوم بنديوان كسان چې په سنګينو جرمونو كښې ككړ دي د ھغوي بېرته راوستلو لپاره كار ډېر په بيړه روان دے٬ هيله لرو چې زياتره پاكستانيان به بېرته راشي۔ وفاقي وزير ووئيل د قامي صحت خاص مرستيال ډاکټر فېصل د كرونا خپرېدو او د واكسين په صورتحال كابينې ته بريفنګ وركړے٬ کابينې ته ووئيل شول تېره ورځ پنځه لكه 25 زره كسانو ته واكسين لګولې شوي او تر اوسه دوه كروره كسانو ته واكسين وركړې شوي ٬ سبا به په دې لړ كښې اېن سي او سي يو جامع رپورټ هم وړاندې كوي۔ ده ووئيل په كراچۍ او خېبرپښتونخوا كښې د كرونا كېسونه زياتېږي، پنجاب كښې صورتحال په قابو كښې دے، دا ضروري ده چې احتياطي اقدامات پكار راوستلے شي۔ ده ووئيل وفاقي كابيبنې د جولائي شلمې نه تر 22مې نيټې درې ورځې د لوي اختر رخصتيو منظور وركړې ۔ ده ووئيل كابينې ته د مهمو شخصياتو پشمول د وزيرانو٬ دوهم وزيرانو او د ټاكلے شوو نمائندګانو٬ قاضيانو٬ سركاري چارواكو او د نورو كسانو امنيت او د دوي په استعمال كښې د پروټوکول صورتحال وړاندې كړے شوے٬ د کابينې نه ډېر زيات پروټوکول اپوزيشن او پخوانو بيورو کريټس سره دے٬ دا پرېكړه وشوه چې په راتلونكې اونۍ كښې به يو جامع رپورټ وزيراعظم ته وړاندې كولې شي٬دغسې وزيراعظم امر كړے چې د كابينې په راتلونكې غونډه كښې د سيكورټي او پروټوكول د رېشنلائز كولو پحقله يو جامع پلان وړاندې كړئ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پشكال شجركارۍ پحقله حكومت شجركارۍ له د هېواد په تاريخ كښې لوي كمپائن پېل كوي ٬ په دې لړ كښې به ټولو صوبو كښې دشجركارۍ كمپائن چلولے شي۔ وزيرعظم ټولو وزيرانو، د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو ته په شجركاري كمپائن كښې د ګدون كولو امر كړے ۔ ده ووئيل مونږ به 50 كروړه بوټي نالوٶ۔ ده ووئيل كابينې ته په نوښار كښې د رېلوے په زمكه د کثير المنزله ودانئ جورولو په اړه بريفنګ وركړے شو٬ کابينې امر وكړو چې د ذكر شوې زمكې دې د نېشنل ايسټ منيجمنټ کمپنۍ د لارې ښه انتطام باوري كړے شي۔ ده ووئيل وفاقي كابيبنې ته د اسلام آباد په سېكټر اي اېټ او اي نائن كښې د تجاوزات لرې كولو او د ګرين ايرياز بحالۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې د كال 1960 نه تر كال 2010 چې د اسلام آباد ښار حجم كښې څومره اضافه شوې دومره اضافه د كال 2010 نه تر 2020 شوې۔ ده ووئيل د دې په نتيجه كښې په ګرين ايرياز كښې تجاوزات زيات شوي، په اسلام آباد د آبادي فشار هم زيات شوے ٬ نېوي او ايئر فورس ته وئيلي شوي چې ھغوي د ګرين ايريا څخه خپل دېوالونه وروستو كړي٬ ھغوې په دې عمل پېل كړے هم دے۔ ده ووئيل اسلام آباد د تجاوزات نه پاك ښار جوړولو لپاره د سي ډي اے چيئرمېن ته امر شوے چې ھغه په دې عملدرامد وكړي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د پاکستان د مصنوعاتو تحفظ كولو لپاره وفاقي كابينېد کامرس وزارت لخوا د رامخې ته كړود يو څو زرعي او غېر زرعي مصنوعاتونو د جيوګرافيکل انډيکېشن (رجسټريشن اينډ پروټيکشن) اېکټ 2020ء له مخې د رجسټرېشن منظوري وركړې٬ په دې فهرست كښې ھغه ادارې هم په ګوته كړې شوي چا چې دا مصنوعات د جيوګرافيکل انډيکېشن قانونله مخې رجسټر كړي٬ دا ادارې به د دې مصنوعاتو په اړه ټول ضروري تفصيلات ساتي چې پكښې به د دې مصنوعاتو خصوصيات٬ د دوي د پېداوار طريقه كار ٬ د پېداوار د سيمو تفصيلات او د مصنوعاتو پحقله نور تفصيلات درج وي٬ د دې اقدامات مقصد د پاكستان د خاص مصنوعاتو شناخت په ځاے ساتل او د دې تحفظ دے۔ ده ووئيل د كابينې په غونډه كښې د كراچي شپ يارډ او انجنيئرنګ ورکس ته فرسټ رائټ آف ريفيوزل وركولو اېجنډا موخر كړې شوې٬ کابينې د پاك پوځ په روانه بنيادي تنخا د 15 فيصده خاص الاٶنس 2021 وركولو منظوري وركړې ۔ ده ووئيل په دوو كالو كښې د پوځ تنخا كښې هېڅ اضافه نه ده شوې٬ تېر كال د سول او پوځي اهلكارو په تنخا كښې لس فيصده اضافه شوې وه٬ د دې نه پس د سول ملازمانو په مطالبه د دوي په نتخا ګانو كښې 25 فيصده اضافه وكړې شوه خو د پوځ په تنخا كښې اضافه نه وه شوې ۔ ده ووئيل وزيراعظم امر كړے چې رېنجرز ا اېف سي دې هم په دې كښئ شامل كړے شي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل وفاقي كابينې د پولېنډ، آسټراليا، فرانس، چېك ري پبلك، بداپسټ او ترکي سره ميوچل ليګل اسسټنس پحقله د راغلو درخواستونو منظورولو سره دا درخواستونه اړوندو قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته د لېږلو منظوري وركړې۔ده ووئيل وفاقي كابينې سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر په درخواست د ھغه په ضد د سندھ واكمنو لخوا د جوړو كړو مقدمو سپېځلو او بې پرې پلټنو لپاره د جوائنټ انويسټي ګېشن ډلې جوړولو منظوري وركړې ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د تحريك لبېك پاکستان په نامهد تنظيم لخوا د نظر ثانۍ درخواست باندې غوركولو لپاره د قائمه كمېټۍ رپورټ وفاقي كابينې ته وړاندې كړے شوے٬ كابينې ته ووئيل شولد پنجاب واكدارانو او د نتظيم موقف اورېدو او د حقائقو پلټنو نه پس كمېټي دې نتيجې ته رسېدلې چې په تنظيم د بندېز لګولو پرېكړه په مېرټ او د حقائقو له مخې شوې٬ د کميټۍرپورټپه رڼا كښې كابينې پرېكړه برقرار ساتلې ۔ ده ووئيل كابينې د اقبال اکيډمي پاکستان لاهور لپاره د نائب صدر، خزانچي او دګورننګ بورډ د پنځو غړو د ټاكنې منظوري وركړې ٬ عارف نظامي نائب صدر، شوکت امين شاه خزانچي او په غړو كښې ئې وليد اقبال(پنجاب)، رٶف پاريخ (سندھ)، محمد ايوب صابر (خېبر پښتونخوا) ، پروفېسر ډاکټر عبدالرزاق (بلوچستان) او پروفېسر فتح محمد( فيډرل ايرياز) څخه شامل دي۔ ده ووئيل وفاقي کابينېد 49 داروګانو د ريټېل پرائس مقرر كولو منظوري هم وركړې ٬ دا ھغه داروګان دي كوم چې پاكستان نه جوړوي٬ د قانون له مخې د دې ابتدائي بيعه وفاقي واكدارانو له مقرر كول وي۔ ده ووئيل کابينې محمد امجد خان د سي اي او اسلام آباد اليکټرک سپلائي کارپوريشنغوره كولواودغسې د آلټرنيټ انرجي ډويلپمنټ بورډ او پرائيويټ پاور انفراسټرکچر بورډ انضمام له مخې شاه جهاں مرزا (اېم ډي پي پي آئي بي) له د اے اي ډي بي د سي اي او د اضافي چارج وركولو منظوري هم وركړې ۔ وفاقي کابينې نيسپاك لپاره د نوې اېم ډي تر ټاكلو د كمپنيز اېكټ 2017ء له مخې موجوده/ريټائر شوي اېم ډي ته د خپلو ذمه وارو جاري ساتلو د تجويز منظوري وركړې ۔د منصوبه بندۍ او د خاص اقدامات وزارت د ذمه واورو پحقله رولز آف بزنس كښې د ضروري بدلون د تجويز او جاوېد احمد صديقي د پاکستان رېلوے فريټ ټرانسپورټيشن کمپنۍ چيف ايګزيکيټو آفيسر لګولو منظوري هم وركړې۔ وفاقي وزير ووئيل د افغانستان په بدلېدونكي صورتحال پاكستان ژور نظر ساتي٬ د وړاندې نه درې مېليونه ته نزدې افغان كډوال دلته مېشته دي، نړۍ له پكار دي چې ھغوي د افغان كډوالو پحقله د پاكستان لاس مضبوط كړي،په دې مسئله پاكستان ډېر تشويش لري۔ ده ووئيل په كوم ډول چې افغانستان كښې خالات خرابېږي٬ مونږ هڅه كوٶ چې په افغانستان كښې داسې حالات راپېدا نه شي چې په سبب ئې افغانانو ته بيا كډه ورپغاره شي۔ ده ووئيل کابينې امر كړے چې اړوند وزارتونه دې د دې چارې د سنګينۍ احساس كولو سره جامع پاليسي مرتب كړي۔ ده ووئيل مونږ له د خپلو تېرو تجربو نه زده كړه پكار ده او بايد يو جامع پاليسي جوړه كړو۔ ده ووئيل پاکستان بشپړه هڅه كوي چې افغانستان كښې امن وي او دې لپاره نړيواله مرسته پكار ده۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د نجكارۍ كمېټۍ د 23 جون كال 2021 په غونډه كښې د پرېكړو توثيق كړے او په لاهور كښې د سروسز هوټل ريزرو پرائس ١ارب 95 کروړه روپۍ مقرر شوے ٬ دې لپاره ټرانزيکشن ايډوائزر هم مقرر شوے ٬دغسې سروسز هوټل نجکارۍ لپاره وړاندې كړے شوے ٬ کابينې قانون سازۍ لپاره د كمېټۍ د 8 جولائي كال 2021 په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق كړے ۔دغسې کابينې د پاکستان او ازبکستان تر مېنځه د ټېلي ويژن او راډيو په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لپاره د لوظنامو د مجوزه مسودې منظوري وركړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د كشمير الېكشن كمپائن له به وزيراعظمپخپله ځي٬ پي ټي آئي لپاره به دا موزو الېكشن وي۔ ده ووئيل بلاول بھټو اليکشن كمپائن څخه مايوسه شوے او امريكې ته لاړ٬ د ھغوي خو كانديدان هم پورا نه دي ۔ د يوېپوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د افغانستان پحقله د پاكستان موقف ډېر واضح دے، مونږ د امن خبره كوٶ۔ ده ووئيل تريخوالې پېدا كول آسان وي خو د دې حل ډېر ګران وي، د پاکستان کردار ګرده نړۍ ويني٬ مونږ امن لپاره ولاړ يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا مهال سعودي عرب څخه بنديوان كسان د راخوشې كېدو نه پس هېواد ته راروان دي

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں