د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د سينېټر مشاهد الله خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د سينټر مشاهد الله خان په مړينه غمرازي ښكاره كړې ۔ سپيكر او ډپټي سپيكر د ارواښاد كورنۍ سره جلا جلا پيغامات كښې د مشاهد الله خان په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔دوي ووئيل مشاهد الله خان د سېنېټ يو فعاله غړے ؤ، د هغه په مړينه پارلمان د يو متحرك سياسي لارښود څخه محروم شوے، د ارواښاد سياسي او سماجي خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ سپيكر او ډپټي سپيكر دعا اوكړه چې لوي څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں