اسلام آباد۔5 جنوری(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې د كشميري اولس خپلواكۍ حق له په پاس كړې شويو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د زرګونو په شمېر كشميريانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ هند پخپله د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو فورم ته وړلې وه۔ د خپلواكۍ حق ورځې په موقع خپل پېغام كښې علي امین ګنډاپور ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزۍ كوي۔ هند كښې تش د نامې جمهوريت او سېكولرزم ختم شوے دے۔ د كال 2019ﺀ اګست مياشت كښې د هند د پورته كړې شويو ګامونو مقصد د مقبوضه كشمير ډېموګرافي بدلول دي۔ ټوله نړۍ د مذهبي آزادۍ او د بشري حقونو حوالې سره تر ټولو بد هېواد ګرځوي۔ تېر كال هند په اېل او سي د سوؤنو په شمېر وګړي شهيد كړل او د ملګرو ملتونو مبصرين ئې په نخښه كړل۔ پاکستان كښې د ترهګرۍ د غندنې وړ كاروائيو په شا د هند لاس دے۔ علی امین ګنډاپور ووئيل ترهګر تنظيمونو سره د هند تعلق سره اړوند ثبوتونه مو ملګرو ملتونو ته وركړې دي۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د كشمير مسئله د نړۍ هر يو فورم ته اوړولو له عملي ګامونه پورته كړې دي۔ اروپائي ائتلاف او د برطانوي پارليمنټ په شمول ګرده نړۍ كښې د كشميريانو حقونو له غږ پورته كېږي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل ملګري ملتونه دې د هندو انتها خوښي ګامونو مخنيوي له د هند په ضد فوري كارروائي وكړي۔ هغه زياته كړه چې د خپلواكۍ حق په قراردادونو عملدرآمد د منطقې امن او سلامتيا له ضروري دي