اسلام آباد۔6 جنوری(اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (ای سی سی) د نېشنل ټېرف پالیسي 2019-24 ترسېوري لاندې په 152 ټیرف لائنز د 2 فیصده کسټم ډیوټیۍ ختمولو او ګلستان بېنظیر ټاون شپ پورټ قاسم اتھارټی کراچۍ كښې د بنیادی اډانې او سېورېج نظام له د كنټرېكټ وركولو په اصولي توګه منظوري وركړې ۔ ای سی سی پاسکو څخه خېبر پختونخوا له د دو لكه مېټرک ټن، آزاد جموں وکشمیر له د 80 زره مېټرک ټن او یوټېلیټی سټورز کارپوریشن آف پاکستان له د 2 لكه 20 زره مېټرک ټن اضافی غنمو وركولو او د نوي فصل ترلاسه كېدو پورې د اضافي غنمو درآمد كولو منظوري وركړې ۔ د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې داخله وزير شېخ رشید احمد، د نجكارۍ وزیرمحمد میاں سومرو، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسدعمر، د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماداظهر، د وزيراعظم د تجارت خصوصي صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د ريونيو خصوصي مرستيال ډاکټر وقار مسعود، د پټروليم خصوصي مرستيال ندیم بابر او د قومي غذائي تحفظ وفاقي وزير سید فخرامام ګډون وكړو۔ غونډه كښې د نېشنل ټېرف پالېسۍ ترسېوري لاندې په 152 ټېرف لائنز د 2 فیصد کسټم ډیوټۍ ختمولو او د غنمو د درآمد كولو منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې ګلستان بېنظیر ټاون شپ پورټ قاسم اتھارټی کراچۍ كښې د بنیادی اډانې او سېورېج نظام له د كنټرېكټ وركولو په اصولي توګه هم منظوري وركړې شوه۔ ای سی سی پاسکو څخه خېبر پختونخوا له د دوه لكه مېټرک ټن، آزادجموں وکشمیر له د 80 زره مېټرک ټنه او یوټېلیټی سټورز کارپوریشن آف پاکستان له د 2 لكه 20 زره مېټرک ټن اضافی غنمو وركولو او د نوي فصل ترلاسه كېدو پورې د اضافي غنمو درآمد كولو منظوري وركړې ۔ دغسې د ټېكسټائل اېنډ اېپرل پالېسي 2020-25 او د نېشنل فرېټ اېنډ لاجسټک پالیسۍ سمري مشاورتي عمل لپاره تر راروانې غونډې وځنډولې شوه ۔ غونډه كښې د خېبرپختونخوا چورلكو لپاره د اضافي پرزو اخستو په لړ كښې دفاع وزارت له د درې كروړه روپو، د سپریم کورټ احکاماتو تر مخه اضافی عدالتونو جوړولو له د قانون وزارت لپاره د 40 کروړ20 لكه روپو او د لوړو زده كړو كمېشن له د آئی ډی اے کرېډټ فېسلیټی ترسېوري لاندې د 2.268 اربه روپو تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري وركړې شوه۔