په سوشل پروټېكشن پروژو كښې به بهرمېشته پاكستانيانو ته لرنه كولې شي۔ د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري وئيلي دي په سوشل پروټېكشن پروژو كښې به بهرمېشته پاكستانيانو ته پام لرنه كولې شي او د دوي خېر ښېګړې لپاره به خاص اقدامات كولې شي۔ ده دا خبرې غېر ملكي خبر رسنې ادارې سره په خپله يوه مركه كښې وكړې۔ ده ووئيل په دې وخت كښې په ټوله نړۍ كښې په بېلا بېلو هېوادونو كښې 10 مليونه پاكستانيان مېشته دي او هر كال 5 لكه پاكستانيان ملازمتونو لپاره بهر ځي۔ ده ووئيل د دوي وزارت به بهرمېشته پاكستانيانو سره اسانيو لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل د بهر هېوادونو نه ترسيلات زر په يو كال كښې ډېر زيات شوي كوم چې د دې خبرې څرګندونه ده چې بهر مېشته پاكستانيان د حكومت په پالېسو باور لري

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں