د نشان حېدر ترلاسه كوؤنكي كېپټن راجه محمد سرور شهيد په يادګار يوه درنه دستوره

image

پنډۍ ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) د اولني نشان حېدر ترلاسه كوؤنكي كېپټن راجه محمد سرور شهيد په يادګار د جمعې په ورځ يوه پروقاره او درنه دستوره وشوه۔ آرټلری کمانډنټ برېګېډیر ذوالفقار علی دستوره كښې خاص مېلما وو۔ د پنجاب آرټلری يوې چمتو ډلې ګارډ آف آرنر وړاندې كړو۔ برېګېډیر ذوالفقار علی او د راجه محمد سرور شهید كورنۍ وګړو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ دستورې ته خطاب كښې برېګېډیر ذوالفقار علی ووئيل چې شهادت او د شهادت جذبه د ګواهۍ يوه سلسله ده كومه چې د لوئے څښتن د وحدانيت ګواهي ده۔ خلق دلته راتلو سره د شهيد ياد تازه كوي۔ دې ووئيل په كال 1965ء كښې هند د كشمير ضم كولو هڅه وكړه او جنګ وشو۔ نن هند بيا هغه كار كوي او هم هغه صورتحال دې۔ ده ووئيل اولني جنګونه به مخامخ او په يو محاذ كېدل۔ اول به جنګ په وردۍ كښې كېدو ولې اوس جنګ زمونږ ښارونو او كليو ته رارسېدلې دې۔ نن هر يو زلمې د خپل سوشل ميډيا اكاؤنټ څخه دښمن ته ځواب وركوي او جنګ كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں