د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې په ډي چوك لاريون٬د دفاع وزير پشمول د كابينې غړو٬پارليمانې غړو٬وكيلانو٬زده كوونكو او د سركاري ملازمانو پشمول د زرګونو كسانو ګډون

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم عمران خان په امر د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې په ډي چوك اسلام اباد كښې لاريون كښې د دفاع وزير پشمول د كابينې غړو٬ پارليمانې غړو٬وكيلانو٬زده كوونكو او سركاري ملازمانو پشمول په زرګونو كسانو ګډون كولو۔ګډون كوونكو د كشميريانو د ازادۍ هلو ځلو په حق كښې او د هند په ضد نعرې ا وهلې۔وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د كشمير يووالي ورځې لمانځلو سپارښتنه كړی وه۔په دې لړ كښې تر ټولو لويې لاريون د ډي چوك څخه پېل شو او د پارليمنټ هاؤس وړاندې پاې ته ورسېد۔په لاريون كښې د دفاع وزير پروېز خټك٬د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سومرو٬د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان٬د پاكستان تحريك انصاف مركزي سېكتر عامر كياني٬د وزيراعظم د مېډيا چارو خاص مرستيال افتخار دراني٬په قامي اسمبلۍ كښې چيف وهپ عامر ډوګړ٬پارليماني سېكتره شوذب كنول٬جويريه ظفر آهير او پخوانې صوبائي وزير عليم خان پشمول د پارليمان غړو ګډون كولو۔په لاريون كښې په لويه شمېره د بېلو وزارتونو٬ادارو او محكمو ملازمانو٬سول سوسائټۍ٬سياسي او مذهبي ګوندونو٬وكيلانو تنظيمونو٬سكولونو٬كالجونو٬پوهنتونونو زده كوونكو پشمول د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كولو۔لاريون كښې ګډون كوونكو د پاكستان او كشمير بېرغونه او پلے كارډونه پورته كړي وو په كومو چې د كشميريانو د ازادۍ هلو ځلو په حق كښې د هند په ضد نعرې لېك وې۔لاريون كښې ګډون كوونكو دولس بجې د پارليمنټ هاؤس وړاندې رسېدلو سره د قامي او د كشمير سرودونو په احترام كښې اودرېدل۔د دې نه وروستو ګډون كوونكو د كشميريانو هلو ځلو آزادۍ حق او هند په ضد سختې نعرې اووهلې۔په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود ډاكټر بابر اعوان د كشميريانو آزادۍ او د هغوي ستونزې خاتمې لپاره خاص دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں