اولس مشر ډاكټر عارف علوي په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې اولس مشر د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه۔ده ووئيل چې داسې بريدونه د پاكستان پرمختګ په ضد ناوړه سازش دې۔ده ووئيل چې ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دې۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں