د وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د ډاكټر عشرت حسېن سره ملاقات كښې خبرې

image
APP26-07 ISLAMABAD: March 07 - Federal Minister for Planning, Development & Reform, Makhdum Khusro Bakhtyar talking to Dr. Ishrat Hussain, Advisor for Institutional Reforms & Austerity who called on him. Secretary Planning Zafar Hasan is also present. APP

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي اصلاحات كول د اوسني حكومت اختيار دے او په دې لړ كښې پبلك سېكټر لا ښه كولو او فعالولو كولو لپاره حكومت لوظي دے ۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن سره په ملاقات كښې وكړه۔په دې موقع د پلاننګ سېكتر ظفر حسن هم موجود ؤ ۔ډاكتر عشرت العباد ووئيل د وزارتونو د منصوبو مالي حد زياتولو لپاره په تجويز غور روان دے۔ده ووئيل سنټرل ډوېلمپنټ وركننګ پارټي او ايكنك به د لويو پروژو منظوري وركوي۔دې سره به بوج كم شي او وخت به هم بچ شي۔ده ووئيل د منصوبو جانچ پړتال او منيټرنګ به پلاننګ كمېشن كوي او ډيپارټ مينټل ډوېلپمنټ وركننګ پارټي به په دې كښې نمائندګي كوي۔دا تجويز ستائېلو سره وفاقي وزير خسرو بختيار ووئيل د منصوبو د منظورۍ عمل لا ښه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د اقتصادي پروګرام منصوبه بندۍ كښې د پلاننګ كمېشن لا فعالولو لپاره اصلاحاتي اقدامات كوو دغسې چې د پرمختګ اهداف په ښه ډول ترلاسه كړې شي

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں