اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي الېكشن كمېشن د فرورۍ په اتمه نيټه د زيارت په ورځ كال 2024 د ټولټاكنو كولو پخپل لوظ او عزم كلك ولاړ دے٬ وفاقي او صوبائي نګران حكومتونه به په دې ذمه وارو كښې د الېكشن كمېشن انتظامي٬ مالي او امنيتي ضرورتونه ترسره كوي۔ دا خبره وفاقي وزير خپل ټويټ كښې كړې۔ وفاقي وزير خپل ټويټ كښې د سېنېټ منظور شوي قرارداد نمبر 562 په اړه د الېكشن كمېشن لخوا سېنېټ سېكرټرېټ ته ليكلے خط هم شيئر كړو٬ چې پكښې ليك دي چې د سېنېټ لخوا په منظور شوي قرارداد د الېكشن كمېشن په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په غونډه كښې دا مشاهده شوې چې الېكشن كمېشن د پاكستان صدر په مشاورت د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 د ټولټاكنو كولو نيټه مقرر كړې۔ الېكشن كمېشن د سولې ثبات بحالۍ لپاره لنډ مهاله وفاقي او صوبائي حكومتونو ته د امنيت صورتحال بهترۍ او د ټولټاكنو سوله ايزې تابيا لپاره ووټرز ته د ښه ماحول وركولو امر كړے او كمېسون په دې لړ كښې ټول ضروري انتظامات بشپړ كړي٬ ده ووئېل د دې نه علاوه ئې د كال 2024 ټولټاكنو په اړه په سپريم كورټ كښې هم خپل كمټمنټ جمع كړي ٬ كمېشن وئيلي دي په ماضي كښې ټولټاكنې او بلدياتي انتخابات په ژمي كښې شوي٬ د دې حقائقو په رڼا كښې به د الېكشن كمېشن لپاره په دې پړاٶ كښې ټولټاكنې ځنډول مناسب نه وي۔