هند دې د كشميري ځوانانو ماورائے عدالت د قتل لړې بند كړي. علي امين ګنډاپور

image

اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې د مقبوضه جمو او كشمير په شوپيا سيمه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د څلور كشميري ځوانان په شهادت د هند د رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې هند دې د كشميري ځوانانو ماورائے عدالت د قتل لړې بند كړي. د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې هند د مقبوضه كشميړ د ډېموګرافي بدلولو هڅې كوي. د ظلم و بربريت د لارې هند د كشميريانو د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو تحريك نه شي تر پښو لاندې كولې. وفاقي وزير ووئيل چې د انصاف نړيوالې ادارې دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه نوټس واخلي. وفاقي وزير ووئيل چې د كشمير مسئلې تر منصفانه حل په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن ناممكن دے. هند ته به بالاخره هم كشميريانو ته د خپلواكې حق وركول وي

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں