پاکستان د اقتصادي سوكالۍ او اولسي ښېګړې په قامي وژن عمل كوي،پاکستان عامو وګړو له محفوظ جوړول او هغوي له د ژوند ضروريات وركول د سلامتيا تقاضا ده، د وزير اعظم عمران خان د اسلام آباد سکيورټي ډائيلاګ كنفرنس افتتاحي سېشن ته خطاب

image

اسلام آباد 17مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اسلام آباد سکيورټي ډائيلاګ او د 100 څخه د زياتو تھنك ټينکس او پوهنتونونو په پاليسۍ جوړولو عمل كښې ګډون لپاره د قامي سلامتيا ډويژن د ايډوائزري پورټل پرانسته كړې ۔ د شورو په ورځ د اسلام آباد سکيورټي ډائيلاګ افتتاحي سېشن ته په خپل خطاب کښې وزير اعظم ووئيل پاکستان د اقتصادي سوكالۍ او د اولسي ښېګړي په قامي وژن عمل كوي۔ وزيراعظم ووئيل د سلامتيا تقاضا ده چې مونږ د پاکستان عام وګړي محفوظ كړو او هغوي له د ژوند ضروريات وركړے شي۔ افتتاحي سېشن كښې وزيراعظم ته د نوي كوټلي سکيورټي فرېم ورك په اړه ووئيل شول كوم چې د اقتصادي پرمختګ بنياد سره سره په عسکري ، معاشي او انساني سلامتيا درېو ستنو اډانه دے۔ده ووئيل د پاکستان اقتصادي سلامتيا ترجيحات رابطې ، د هېواد او سيمه ايز امن او نړۍ سره پرمختيائي شراکت داري ده۔ وزيراعظم قامي سلامتيا ډويژن له د دې فرېم ورك په جوړولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د لوي کردار په ترسره كولو د پاك پوځ ٬ انټيليجنس او سويلين قانون نافذ کوونكو ادارو هڅي وستائلي۔ده ووئيل يو حقيقي محفوظ هېواد باوري كولو له به مونږ له د پاکستان عام وګړي محفوظول وي۔ ده ووئيل قامي سلامتيا كښې نن ډير څه شامل دي كوم به چې پخوا نظر انداز كيدل ٬ په هغې كښې موسمي بدلون امنيت، د خوراك تحفظ او اقتصادي سوكالي شامله ده۔ وزير اعظم عمران خان ووئيل قامي وسائل زياتول او دغه وسائل د انساني ښيګړې او قوي دفاع لپاره استعمالولو په لړ كښې د ډالر بهر تللو څخه زيات ډالر هېواد ته راوړل پكار دي۔ده ووئيل د خسارې سره روپۍ کمزورې ، ګراني زياته شوې او غريبۍ هم زياتيږي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت کرنټ اکاؤنټ خساره كمولو، برآمدات او نيغ په نيغه غير ملکي سرمايه کاري زياتولو له ګامونه پورته كړي او په وړومبي ځل حکومت په نړيواله كچه منلې شوي ټين بلين ټري سونامي پروژې پشمول د موسمي سلامتيا په خصوصي پروګرام عمل كوي۔ده ووئيل سباؤن كښې موسمي بدلون پاکستان لپاره سنجيده مسئله جوړيدې شي او موجوده حکومت د موسمي بدلون اثراتو مخنيوي له كوټلي هڅي كوي۔ ده ووئيل دا معامله د كوټلي سلامتيا په فرېم ورك كښې په ليدلو خوشحاله شوے يم۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د احساس او پناه ګاه پروګرامونو د لاري اولسي ښېګړي باوري كړي او د پاکستان په تاريخ كښې د بشپړه شفافيت سره تر ټولو زياتي نغدي روپۍ وركړې شوي۔دې سره سره حکومت د کووېډ۔19 وبا مخنيوي كښې كامياب شوے او د غريبو طبقو تحفظ ئې باوري كړے۔ نړۍ نن زمونږ کاميابۍ منلي دي۔ سيمه ايزې سلامتيا په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل ګاونډ كښې د امن نه غير معاشي سوكالي برقرار نه شي پاتې كيدې، هم دغه وجه ده چې سيمه كښې امن زمونږ وژن دے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان سيمه كښې د تجارتي او راهدارۍ مرکز جوړيدو صلاحيت لري۔ده ووئيل بايد هند د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخي د کشميريانو د خپلواكۍ حق وركولو لوظ پوره كړي۔ده ووئيل حکومت كښې د راتللو سره هند ته د خبرو اترو وړانديز شوے ؤ خو د بده مرغه په 5 اګست 2019 هند غير قانوني اقدامات کړي۔ ده ووئيل د پاکستان او هند ترمينځه کشمير بنيادي شخړه ده، كه كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو سره د كشمير مسئله په ښه ډول حل شي دا به د دواړه هېوادونو ګټه وي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان افغانستان كښې سياسي حل له خوښي لري كوم به چې د كوټلي امن سبب وګرځي۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن د سيمې د رابطې صلاحيت زياتولو له ضروري دے۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا ډويژن خاص مرستيال او اسټريټجک پاليسي پلاننګ ډاکټر معيد يوسف ووئيل ايډوائزري پورټل جوړول به مرستياله وګرځي او د دې د لارې به تھنك ټينکس او پوهنتونونه قامي سلامتيا ډويژن له د قامي سلامتيا په اړه نيغ په نيغه پاليسي سفارشات وركولې شي۔ دغسې وزيراعظم د پورټل په جوړولو د قامي سلامتيا ډويژن له مبارکي وركړې ده

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں