پاكستان تحريك انصاف ټول هېواد كښې د پاك او سپېځلي سياست بنياد اېښودے، پيپلز پارټي د يوسف رضا ګيلاني د كاميابۍ ادعا په څه بنياد كوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينېټر شبلي فراز د سپريم كورټ په خوا كښې ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينېټر شبلي فراز وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف په هېواد كښې د يپاك او سپېځلي سياست بنياد اېښودے، پيپلز پارټي د څه په بنياد د يوسف رضا ګيلاني د كاميابۍ ادعا كوي، د عوامي نمائندګانو ټاكنې لپاره كه روپۍ استعمال شوې نو دا به د نوې نسل سره زياتې وي، مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي د روپو په زور ټاكنو كښې برخه اخستل غواړي۔ د ووټ اخستو د پاكستان سياست تباہ كړے، پي ټي آئي به دا كلتور ختموي،سپيځلې ټاكني به باوري كولې شي۔د ګل په ورځ د سپريم كورټ په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د ووټ اخستو او خرڅولو د پاكستان سياست تباہ كړے،د روپو په زور د اولسي نمائندګان نه شي جوړيدے۔ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې ټولنې څخه كرپشن ختم شي، پي پي پي د بھټو او د بے نظير نظريې پهخلاف كار كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان په صورت پاكستان ته يو داسې ليډر ترلاسه شوے چا چې د پاك او سپيځلې سياست بنياد اېښودے ٬ د پي پي لارښود رضا رباني د بے نظير بھټو د ميثاق جمهوريت په ضد موقف خپل كړے او په ميثاق جمهوريت ئې عمل نه دے كړے۔

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں