اسلام آباد/ ملګري ملتونه ۔18فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د نسل پرستانه سوچ په ضد به مونږ له فعاله ګامونه پورته كول وي۔ سماجي فرق ختمولو له هڅې د وخت مهمه تقاضا ده۔ د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري جوړيږي چې هغه د نسلي عدم مساوات رامخې ته كولو سببونو مخنيوي او د تل پاتي پرمختګ هدفونو ايجنډا 2030 ته پاملرنه كولو سره د بنيادي بشري حقونو خيال ساتلو او يو ډول بنيادي مساوات باوري كولو له د خپل لوظ پخلے وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير د ملګرو ملتونو د معاشی وسماجی کونسل (اېکوساک) خصوصي غونډې ته د وېډيو لنګ د لارې خپل خطاب كښې وكړه۔ د غونډې سرخط ’’ د تل پاتي پرمختګ هدفونه سر كولو له نړۍ كښې مساوات راوستلو سره د نسل پرستۍ ٬ غېر ملكيانو نه د كركې كولو٬ او د امتيازي سلوك خاتمه” و۔ خارجه وزير ووئيل د نورو اړخونو سره نوآبادياتي نظام هم ټولنې كښې تقسيم پېدا كړے۔ د بې آسرې مذهبي او نسلي ډلو په ضد د غالب اكثريت د تشدد لرونكو رويو حوصله ماتولو په نتيجه كښې امتيازي قوانين جوړ كړې شوي۔ عبادت خانې په نښه كړې شوي او په دولتي سرپرستۍ كښې د اقليتونو ژوند حرام كړے شوے۔ ده ووئيل خپل حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې كوؤنكي پرله پسې د جبر او استبداد سره مخ كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل د كورونا نړيوالې وباﺀ چېلنج دا تقسيم لا زيات كړے۔ نسلي تفريق زيات شوے او د مساوات نشتوالي وده موندلې ده۔ دې وده نسلي برخې په غېر متناسب ډول ځپلې دي۔ د غريبۍ شرح او بې روزګاري زياته شوې۔ ده ووئيل د رنځونو زياتوالي او د مرګونو شرحې دغه لا كمزورې كړي۔ ده ووئيل د بېړني اقداماتو په لړ كښی هم هغوي سره سخت سلوك وكړے شو او هغوي له طبي آسانيو ته يو برابر رسنه ورنكړې شوه۔ دې نړيوالې وباﺀ هم نسل پرستۍ او د زېنوفوبيا غونډې جذبات زيات كړي۔ ده ووئيل په زياتره وختونو كښې مذهبي ٬ نسلي او په لساني بنيادونو اقليتونه د سختو ټكونو سره مخ كړې شوي او د نفرت لرونكې بيانيې د لارې د دوئي زړونه آزار شوي او هغوي د كورونا د خپرېدو ذمه وار ګرځولې شوي او د ټول صورتحال زمونږ په سيمه كښې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل مونږ د كورونا سره د يو بل ډول وائرس سره هم مخ يؤ كوم ته چې نفرت وئيلې شي۔ د نړيوالې ورورولۍ دا ذمه واري ده چې هغه داسې نسلي عدم مساوات كوم چې د نو آبادياتي نظام پېداوار وي يا چې كوم تاريخي پس منظر لري د پېدا كېدو بنيادي اسباب او محركات لرې كړي۔ خارجه ووئيل اسلامو فوبيا او د نورو تشدد لرونكو قام پرستو ډلو زياتېدونكو رجحاناتو مخنيوي له د نړيوال اتحاد جوړولو ضرورت دے۔