اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د كورونا باوجود مونږ په دوه نيم كاله كښې ريكارډ 20 ارب ډالره بهرنے پور او د 6 زره اربه روپو قسطونه وركړي۔ د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے۔ بېنكونه دې عامو وګړو له كورونو جوړولو لپاره قرض وركړي۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان دې د روشن ډيجيټل اكاؤنټ په حقله خبرتيا له تشهيري كمپائن وچلولي۔ نوې ټېكسټائل ملونه لګېږي۔ صنعتي ښارونو كښې د وركرانو كمے رامخې ته شوے۔ دا يو لوي بدلون دے۔ د 20 اربه ډالره تاريخي خساره راته په ميراث كښې پاتي وه۔ د روپۍ قيمت پرېوتو سره هر يو څيز ګران شوے۔ هغه د زيارت په ورځ د روشن ډیجیټل اکاؤنټ د لارې د ترسیلات زر 500 ملین ډالره نه زياتېدو په موقع راجوړې كړې دستورې ته خطاب كولو۔ د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په شمول وفاقي وزيران ٬ صلاحكاران ٬ مرستيالان او د بېنكونو مشران په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم په دستوره كښې ګډون كوؤنكو كركټرانو او بېنكرز ته هركلے او د سټېټ بېنك ګورنر له مباركي وركولو كښې ووئيل د روشن ډیجیټل اکاؤنټ د لارې ترسيلات زر 500 ملین ډالره نه زيات شوي۔ دا لويه كاميابي ده۔ وزیراعظم ووئيل زه د 20 كالو نه دا خبره كوم چې سمندر پورې پاكستانيان هېواد لپاره لويه اثاثه ده۔ وزیراعظم ووئيل زه د تجارت وزارت ته هم مباركي وركوم چې ملكي برآمدات په داسې حالاتو كښې زيات شول كله چې د ټولې نړۍ او نورو هېوادونو برآمدات مخ په ښكته روان وو او د كورونا وباﺀ سره هم مخ وو۔ هغه ووئيل د پاكستان صنعتي ښارونو فېصل آباد، ګوجرانواله او سیالکوټ كښې د وركرانو كمے دے او نوې ملونه لګولې شي۔ دا لوې بدلون دے۔ هغه ووئيل د روپۍ قدر په مستحكمولو كښې د سټېټ بېنك د روشن ډيجيټل اكاؤنټ غټ كردار دے او دا لويه كاميابي ده۔ وزیراعظم سټېټ بېنک ته سپارښتنه وكړه چې سمندر پورې پاكستانيانو سره دې تماس ونيسئ او د هغوي مسائل حل كولو له سېل جوړ كړئ۔ داسې ګامونه پورته كړئ چې ورسره د هغوي پېسه په آسانۍ سره هېواد ته منتقل شي۔ وزیراعظم ووئيل په 97 هېوادونو كښې د روشن ډيجيټل 88 زره اکاؤنټس پرانستلې شوي۔ كه دا شرح دغسې مخ په زياتېدو روانه پاتې شوه نو زيات بدلون به رامخې ته شي۔ هغه ووئيل د كورونا باوجود مونږ بهترۍ پلو روان يؤ۔ د هند اكانومي 10 فيصد او د انګلېنډ 300 فيصد ځپلې شوې خو زمونږ معيشت په سم لوري روان دے۔ وزیراعظم د بېنكونو په حكومتي پروګرامونو كښې د شاملېدو ستائنه كولو سره ووئيل بېنكونه بايد خپل ریکارډ پرافټ د هېواد معيشت پرمختګ لپاره وكاروي او د زياتو نه زيات روشن ډیجیټل اکاؤنټ پرانستلو سره نیا پاکستان هاؤسنګ كښې هم بشپړ كردار ترسره كړي۔ بېنكونه دې عامو وګړو ته هم د كورونو جوړولو لپاره قرض وركړي۔ پخوانو حكومتونو اشرافيه ته آسانۍ وركړي خو زمونږ ترجيح عام خلق دي كوم چې كورونه جوړولو له پېسې نه لري۔ غه ووئېل دوي ته بايد كورونو له او سمال اېنډ میډیم انډسټری له قرض حسنه وركړې شي۔ په دې مهال وزيراعظم روشن ډیجیټل اکاؤنټ او نورو حكومتي منصوبو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو د بېنكونو نمائندګانو له انعامونه هم وركړل۔