تر دې دمه 100 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذات جمع كړل۔ الېكشن كمېشن

image

اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د سېنېټ ټاكنو لپاره تر دې دمه د 100 كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذات جمع كړې شوي دي د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شويو تفصيلات له مخې د اتوار په ورځ د نورو 30 كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذات جمع كړې شول۔ تر ټولو زيات كاغذات د خېبرپختونخوا لخوا جمع كړې شوي چې شمېره ئې 30 ده۔ بلوچستان نه 25، سندھ نه 22، پنجاب نه 17 او اسلام آباد نه 6 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذات جمع كړي دي۔ د كاغذاتو جمع كولو وروستۍ نېټه نن د ګل ورځ ده۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں