اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د راست نظام اجرا ډېجيټل پاكستان پلو مهم ګام دے، د راست پروګرام په نتيجه كښې به د غريبۍ خاتمې له هم مرسته تر لاسه شي، له بده مرغه زمونږ په هېواد كښې تر ټولو كم ټېكس جمع كولې شي، د ريكارډ ترسيلات زر په راتللو د ډالر په مقابل كښې روپې مستحكمه شوې. د ګل په ورځ د پاكستان د وړومبني فوري ډېجيټل ادائيګې نظام “راست” د اجرا دستورې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان د راست نظام په اجرا سټېټ بېنك له مباركي وركولو سره ووئيل د راست نظام اجرا ډېجيټل پاكستان پلو مهم ګام دے، دې سره به د ادائيګې نظام مضبوط او موثر كړے شي. وزيراعظم ووئيل له بده مرغه زمونږ په هېواد كښې تر ټولو كم ټېكس جمع كېږي. د 22 كروړه په آبادې كښې يوازې 20 لكه خلق ټېكس وركوي او په دې كښې هم 70 فيصده ټېكس يوازې درې زره كسان وركوي. د لږو محصولات په سبب مونږ د هېواد په رغونه او پرمختګ زيات مصرف نشو كولې. وزيراعظم ووئيل د احساس پروګرام د لارې په غربت د قابو موندلو هڅې كوو. د غربت تر ټولو زيات اثر په مېرمنو كېږي، ځكه زمونږ د احساس پروګرام مقصد هم مېرمنې په اقتصادي پرمختګ كښې شاملول دي، دوي لپاره د معاش ذريعه راپېدا كوو. وزيراعظم ووئيل د سټېټ بېنك په هڅو په ترسيلات زر كښې ريكارډ اضافه شوې او دې سره د ډالر په مقابله كښې روپې مستحكمه شوې. وزيراعظم ووئيل د كرنټ اكاٶنټ سرپلس كېدو د روپې په قدر مثبت اغېز شوے. ده ووئيل د كرنټ اكاٶنټ په خساره كښې په روپې فشار زياتېږي، تېل او د ژوند نور ضرريات ګرانېږي. وزيراعظم پاكستانو مېرمنو لپاره په اقداماتو د ملكه مېكسيمه مننه وكړه. ده ووئيل د پوليو مخ نيوي په پروګرام كښې په مرسته كولو د بل اېنډ ملنډا ګېټس فاٶنډېشن مننه كوو.