د ګوادر پورټ فري زون سيمه د افغانستان او بلوچستان ترمېنځه تجارت لپاره د كارولو ضرورت دے. د صدر ډاكټر عارف علوي د ګوادر دورې په مهال د خيالاتو څرګندونه

image
APP55-060121 GAWADAR: January 06 – President Dr. Arif Alvi being presented memento by Chairman Gwadar Port Authority, Mr. Naseer Khan Kashani at Gawadar. APP

اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ګوادر پورټ فري زون سيمه د افغانستان او بلوچستان ترمېنځه تجارت لپاره د كارولو ضرورت دے، د ګوادر بندر غوندې قومي پروژې په كاميابې سره ترسره كولو لپاره حكمت عملي او وژن ضروري وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د ګوادر دورې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع صدر ته د ګوادر ماسټر پلان او د ګودر بندر د پرمختيائي چارو په اړه بريفنګ وركړے شو. د ګوادر پورټ اتهارټۍ چيئرمېن نصير خان كاشاني او د ګوادر ډوېلپمنټ اتهارټې ډائرېكټر جنرل شاه زېب خان كاكړ صدر ته د ګوادر پورټ او سټي په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. په دې موقع صدر ووئيل د ګوادر پورټ فري زون سيمه د افغانستان او بلوچستان ترمېنځه تجارت لپاره د كارولو ضرورت دے، په ګوادر پورټ دې د ټرافيك په تندې سره رواني باوري كړې شي. ده اړوند چارواكو ته ووئيل د كار رفتار ګړندے كړئ او په دې لړ كښې خنډان د اړوندو ډلو سره په مشاورت لرې كړئ. صدر ووئيل په ماضي كښې د ګوادر په پرمختګ كښې سستي شوې. ده ووئيل ټولې پروژې په وخت ترسره كړئ. دغسې صدر ته ګوادر پورټ سره د 19 كلوميټره ايسټ بے اېكسپرېس وے په اړه هم بريفنګ وركړے شو. صدر په ګوادر كښې د چين جديد بزنس سنټر په جوړولو د چينائي حكومت ستائنه وكړه. د بريفنګ په مهال د بلوچستان د محصولات وزير سليم كهوسه، د بلوچستان د مذهبي چارو وزير لاله رشيد ، د صوبائي اسمبلۍ غړے نور محمد او نور هم موجود وو.

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں