د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو خاص مرستيال شهزاد اكبر او د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار خبري كانفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو خاص مرستيال شهزاد اكبر وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ ن لارښود خواجه آصف د خپل امدن د قانوني ذريعو په ښودلو او د نېب په مطمئن كولو كښې پاتے راغلے. ده دا خبرې د خالي په ورځ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې خواجه آصف د شهباز شريف او اسحاق ډار په طريقه كار عمل كولو سره لوټ مار كړے، د پخواني وفاقي وزير د مسلم ليګ ن په دور حكومت كښې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو كښې په اثاثو كښې اضافه شوې. ده ووئيل چې په كال 1993م كښې د خواجه آصف اثاثه جات 5.1 مليونه روپې وو كوم چې ده سره د وراثتي كور په صورت كښې وو. په كال 2013م كښې د خواجه آصف د اثاثه جاتو ماليت 118 مليونه روپې و خو ده په دې كښې د اضافې په اړه د امدن كومه قانوني ذريعه ونه ښودله. ده ووئيل چې خواجه آصف د كال 2013م نه تر كال 2018م سره د دې چې په پاكستان كښې وزير و، د يو فرم څخه هر كال 2.2 مليونه روپې تنخا ترلاسه كړې. ده په پنځو كلونو كښې 140 مليونه روپې د تنخا په مد كښې د نغدو ترلاسه كولو ادعا كړې. خواجه آصف د نړۍ هغه يواځنې ملازم دے كوم چې لكونه روپې تنخا نغده ترلاسه كړې. بيا ده وروستو د ټي ټي د لارې دا رقم د دبئي څخه پاكستان ته منتقل كړو كومه چې قانوني طريقه نه وه خو چې كله د مسلم ليګ نواز پنځه كلن دور پوره شو، د دې نه پس دا تنخا ترلاسه كېدل بند شول. خواجه آصف په كال 2014م كښې په ګوجرانواله كښې د 80 مليونه روپو پلاټ واخستو او بيا ئې په هغه پارټې بېرته خرڅ كړو. خواجه آصف په سيالكوټ كښې خپل كور سره نزدې پلاټ په 125 مليونه روپې د خرڅولو ادعا كړې چې د ادائيګې تاريخ ئې د نومبر 28مه نېټه كال 2018م د خرڅ لوظنامې لپاره په چېك كښې ښودل شوې. د پلټونو نه پس معلومه شوې چې دا بېنك جعلي و ځكه چې هم دا چېك د خرڅ لوظنامې نه درې مياشتې پس د اړوند بنك څخه جاري كړے شو. دلچسپ خبره دا ده چې دا خرڅ شوې پلاټ اوس هم خواجه آصف سره دے. د ده د 150 مليونه روپې د رائس اېكسپورټ يو بل ټرانزېكشن جعلي ثابت شوے. هغه د دې رقم د منتقلې ذريعه ونه ښودلې شوه. د كال 2009م نه تر كال 2018م ئې د 507 مليونه روپو د منتقلې تفصيلات هم ورنه كړل، د دستاوېزي معيشت نه بغېر كرپشن ثابتول مشكل وي. ده ووئيل چې د قانون له مخې د سركاري چارواكي غېر ظاهر شوے امدن د كرپشن په زمره كښې راځي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د نېب لخوا د ريكارډ ريكورې ستائنه وكړه. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د ځوان د قتل پېښې پلټنو لپاره د اېس اېس پي په مشرې كښې انكوائري كمېټي جوړه كړې شوې. كه ضرورت و نو د دې كېس پلټنو لپاره عدالتي انكوائري هم كېدے شي. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار ووئيل چې د نېب او اېف آئي اے پشمول د بېلا بېلو محكمو لخوا د پلټنو نه پس د خواجه آصف كرپشن رامخې ته شوے. ده ووئيل چې كه دا سياسي انتقام وي ، نو بايد چې دا دوه نيم كاله وړاندې پېل شوے و. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به چا ته اېن آر او ورنه كړي. اپوزيشن د احتساب د عمل نه ځان بچ كول غواړي. ده ووئيل چې اپوزيشن د خپلو دروغو د لارې قوم نه بې لارې كولې.

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں