د ډاکټر عارف علوي هنګري لپاره د پاکستان نومولي سفير محمد اعجاز سره خبرې

image

اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان هنګري سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف په كچه روابطو ته وده وركول غواړي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت د حقيقي صلاحيت نه كم دے٬ پاکستان به په مقبوضه جمو و کشمير كښې د فسطائي هندي حكومت د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كله هم هېرې نه كړي او تل به د كشميريانو ملګرتيا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده هنګري لپاره د پاكستان نومولې سفير محمد اعجاز سره كړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئېل د پاكستان ټولو هائي كمشنران او سفيران بايد د مسئله كشمير حقيقي پس منظر او د هند جارحيت رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو ته اړتيا ده٬پاکستان د سرمايه كارۍ او په خاص توګه د توان٬ كركيلي ٬ فوډ پروسېسنګ او د داروګانو په څانګه كښې پراخه موقعې موجود دي ٬ دې لپاره د پاكستان هنګري لپاره نومولې سفير بايد د پاكستان اقتصادي او تجارتي مفادات مخ په وړاندې بوځي او اوسنې اداره جاتي تګلاره پكار راوستلې شي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د سوئيلي ٬ مېنځني او ختيزې اسياء په سنګم پروت دے او دا ستراتېژك چاپېرچل په خاص توګه د هنګري ”ايسټرن اوپننګ” پاليسۍ په تناظر كښې هنګري يو ښه ستراتېژك او اقتصادي همكار جوړېږي۔ اولس مشر د دې خبرې ستائنه وكړه چې د هنګري پټروليم كمپني مول پاكستان كښې ګټور كاروبار كوي۔ده ووئېل نومولې سفير له د هنګري نورې كمپنۍ هم پاكستان كښې د مول كاميابو په ماډل عمل كولو سره د هغوي ډاډګيرنه وكړي ٬ د سېلګرۍ پرمختګ او ودې ٬ پاكستان كښې د آثار قديمه ورثې تحفظ لپاره د حكومت د هلو ځلو ذكر كولو سره اولس مشر سفير ته امر وكړو چې د سېلګرۍ ودې او د اولس ترمېنځه رابطې زياتولو لپاره كار وكړي۔ اولس مشر د هنګري لخوا د پاكستان 200 زده كوٶنكو لپاره د سكالرشپس د عمل هم ستائنه وكړه۔ ده نومولي شوي سفير ته ووئيل ھغه دې د پاكستانۍ ورورولۍ مسئلې په ښه ډول حل كولو لپاره دوي سره نزدې رابطې اوساتي۔ ده هيله څرګنده كره چې نومولې سفير به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره خپل صلاحيتونه پكار راولي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں