داخله وزارت ته د نواز شريف نامه د اي سي اېل نه د وېستلو درخواست ترلاسه شوے

image
APP62-08 ISLAMABAD: November 08 - Special Assistant to Prime Minister for Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan cutting the ribbon to inaugurate calligraphy exhibition at Centaurus Mall. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي داخله وزارت ته د نواز شريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو درخواست ترلاسه شوے ٬ د نواز شريف په كېس كښې نېب مدعي دے٬ دې لپاره د اړوندو چارواكو رائے ترلاسه كړې شوې ٬ د سركاري ميډيكل بورډ لخوا هم د نواز شريف په صحت رائے غوښتلې شوې ۔ دې دا خبرې د جمعې په ورځ کېلي ګرافي نندارتون پرانستې دستورې ته وېنا او ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل وزيراعظم عمران خان څو ځله واضح كړې چې نواز شريف له عدالت په طبي بنياد ضمانت وركړې ، سياست په خپل ځائ او انساني خواخوږي پخپل ځائ٬ د نواز شريف د صحت پحقله به هېڅ ډول سياست نه كېږي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل داخله وزارت ته د نواز شريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو درخواست ترلاسه شوے ٬ د نواز شريف په كېس كښې نېب مدعي دے او په دغې كار روان دے٬ د دې كېس مدعي حكومت نه دے دې لپاره د نېب نه رائے غوښتلې شوې ۔ د دې نه وړاندې ډاكټرر فردوس عاشق ووئيل ربيع الاول د حضور نبي كريم ۖ د زېږدنې مباركه مياشت ده٬ د فن پارو په نندارتون انتظاميې ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ په فن پارو كښې د دواړو جهانونو سردار سره د مېنې څرګندونه شوې ده ۔ دې ووئيل پاکستان كښې د صلاحيت لرونكو هنرمندانو كمې نشته٬ پاكستان د مدينې رياست په ډول اسلامي فلاحي رياست جوړول د وزيراعظم وژن دے۔ خاص مرستيالې ووئيل د حضورۖ ذات مبارك د اسلام د افاقي پېغام عملي نمونه ده

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں