د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ټي وي چينل سره خبرې

image

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پاكستان پشمول ګردې نړۍ د كشمير يو والي ورځ پھ بشپړه ډول لمانځلې او د كورنيو اختلافاتو باجود ټولو سياسي ګوندونو پھ دې كښې برخه اخستې ده ۔نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل هند د نائن اليون نه وروستو د خپلواكۍ حق تحريك د ترهه ګرۍ سره د تړلو هڅه كړی٬د كشمير پھ مسئله ټول قوم يو موټې دې۔شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشمير كښې دا تحريك تر راتلونكو نسلونو منتقل كړی شوې۔ده ووئيل ټوله نړۍ وينې چې ټول مقبوضه كشمير د هند اقداماتو په ضد احتجاج كوي او كشميريانو د هند د اګست پنځمه نېټې اقدامات رد كړي دي۔ ده ووئېل هند انتشار خپرول غواړي او د انتشار ګټه په كشمير كښې پورته كول غواړي خو هغوي په خپل عزائمو كښې ناكامه شوي۔ ده ووئېل د پاكستان پشمول په ګرده نړۍ كښې د كشمير يو والي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شوې٬ د دې څخه دا پیغام واضح شوې چې د كشمير په مسئله ټول قام يو موټې دې۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں