وزیر اعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره سعودي عربستان ته روان شو

image

اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره سعودي عربستان ته روان شو۔ د وزیراعظم دوره منطقه كښې د امن او سلامتيا ګام برخه ده۔ وزیراعظم به سعودی مشرتابه سره د خپلې اوسنۍ ايران دورې او ايراني مشرتابه سره د مشاورت په رڼا كښې خبرې كوي او په دوه اړخيزه اړيكو او نورو سيمه ايزو چارو به هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ روان كال كښې دا د وزيراعظم د سعودي عربستان درېمه دوره ده۔ دې نه وړاندې د خارجه دفتر يو بيان لمخې وزیراعظم عمران خان به سعودی مشرتابه سره د خپلې اوسنۍ ايران دورې او ايراني مشرتابه سره د مشاورت په رڼا كښې خبرې كوي۔ په دې مهال به په دوه اړخيزه اړيكو او نورو سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ پاكستان او سعودي عربستان يو بل سره په شريك باور ٬ همغږۍ او نزدې مرستې اډانه د ورورولۍ اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه په روايتي توګه د يو بل د دريځ ملاتړ كوي۔ د روان كال په مهال دا د وزيراعظم د سعودي عربستان درېمه دوره ده۔ دې نه وړاندې وزيراعظم مئی او ستمبر كښې د سعودي عربستان دوره كړې وه۔ دغسې سعودي ولي عهد فرورۍ كښې د پاكستان دوره كړې وه

مضمون کا ماخذ : بہت کچھ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں