د معيشت بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي

image
APP78-23 KARACHI: April 23 - President Dr. Arif Alvi talking to a delegation of business community who called on him. APP

کراچی۔ 23 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د هېواد په اقتصادي توګه ښه كولو له بشپړه هڅې كوي۔ هېواد به ډېر زر اقتصادي پرمختګ پلو روان شي۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د كاروباري شخصياتو پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د معيشت بحالي د حكومت ترجيح ده۔ كاروباري ورورولي په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل حكومت هېواد كښې كاروبار او سرمايه كارۍ له د ساز چاپېرچل باوري كولو لباره ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ له كاروباري ورورولي مهم ستن ده۔ ده ووئيل زمونږ صنعت كار او كاروباري شخصيات بايد برآمد كېدونكو مصنوعاتو ته خاص پام لرنه وكړي ولې چې د برآمداتو زياتوالې اقتصادي استحكام له ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو 6 لسيزو په مهال يو شمېر چېلنجونو سره مخ پاتې شوې چې لامله ئې د هېواد كاروباري طبقه ځپلې شوې ۔ اولس مشر د هېواد پرمختګ لپاره د كارورباري ورورلۍ د خذماتو ستائنه كولو سره هيله ولرله چې دوئي به خپل بشپړه كردار ترسره كول دغسې روان ساتي۔ پلاوي اولس مشر د ضلعي چېمبرز كاركردګۍ څخه خبر كړو۔ دوئي د هېواد اقتصادي ډھانچې او كاروباري ماحول پياوړتيا له د خپل اړخه سفارشات هم وړاندې كړل۔دغسې اولس مشر پلاوي ته د حكومت لخوا د مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں