حكومت به كاروبار كښې آسانيو او سازګارې فضا پېدا كولو له ټوله ممكنه مرسته كوي۔ د وزیر اعظم عمران خان د اروپائي كاروباري ډلې پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد ۔ 24 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت به كاروبار كښې آسانيو او سازګارې فضا پېدا كولو له ټوله ممكنه مرسته كوي۔ ده دا خبره د اروپا د اېچ آر ډی انټرپ اېنډ آئی بی اېل ګروپ پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د شورؤ په ورځ ملاقات وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اېچ آر ډی انټرپ د هيرو په ګرېډنګ كښې د اروپا نوموړې اداره ده۔ پلاوي كښې د اېچ آر ډی بیلجیم دوهم صدر كېتھرين ډېكوټ او د آئي بي اېل چيئرمېن راشد عبداللہ او نور شامل وو۔ پروفېسر ډاکټر عطاء الرحمن هم پلاوي سره دې۔ ملاقات كښې د خزانې صلاكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ او تجارت لپاره د وزير اعظم صلاحكار عبد الرزاق داؤد هم موجود وو۔ ډاکټر عطاء الرحمن د رنګینه قيمتي كاڼو او جواهراتو په څانګه كښې د هېواد د برآمدي صلاحيت په اړه پریذینټېشن وركړو۔ وزیراعظم ته ووئيل شؤ چې د قيمتي كاڼو په څانګه كښې د هېواد برآمدي صلاحيت كال 2012ء كښې 1.62 ارب ډالره وو كوم چې وخت تېرېدو سره كم شوې دې۔ وزيراعظم ته دا هم ووئيلې شؤ چې اېچ آر ډی انټرپ او آئی بی اېل ډله د خام قيمتي كاڼو تراشلو او پړقولو له پاكستان كښې فېكټري لګول غواړي۔ ډاکټر عطاء الرحمن په دې څانګه كښې د موجوده موقعو څخه ګټه پورته كولو له ځينې وړاندېزونه هم وركړل۔ وزیراعظم عمران خان د اېچ آر ډی انټرپ د خوښې هركلې كولو سره ووئيل حكومت به كاميابې كاروباري منصوبه له هر ډول ممكنه مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں