د وفاق المدارس العربيه ترسېوري لاندې مډل څخه تر اېم اے امتحانونه پېل شول۔ ګرد هېواد څخه 3 لكه 70 زره 113 زده كوؤنكي امتحان كښې ګډون كوي

image

اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د وفاقي المدارس العربيه ترسېوري لاندې مډل څخه تر اېم اے امتحانونه د خالي په ورځ پېل شول۔ په دې امتحانونو كښې ګرد هېواد څخه 3 لكه 70 زره 113 كانديدان برخه اخلي۔ د وفاق المدارس العربیه ميډيا سېل څخه جاري كړې شوي بيان ترمخه د دې امتحانونو نګرانۍ لپاره 17زره 888 ممتحن او نګران غوره كړې شوي دي۔ د وفاق المدارس نوموړو شخصياتو ته د امتحاني مركزونو د دورو بلنه وركړې شوې ده دغسې چې د امتحانونو د سپېځلتيا جاج واخستلې شي۔ د وياند ترمخه د وفاق المدارس په كوم امتحان كښې د نقل تصور هم نشته۔ بلخوا د وفاق المدارسر العربيه ډاكټر سكندر ٬ مولانا محمد حنيف جالندھري ٬ مفتي محمد رفيع عثماني او مولانا انوار الحق د تعليم په پوهانو زور راوړې چې هغوي دې د امتحاني هالونو دوره وكړي او هال كښې رامخې ته كېدونكې كومې كمۍ دې په ګوته كړي۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں