د لنډمهاله وزيراعظم انوارا لحق کاکړ د شهيد حمزه عابد مور پلار سره غمرازي

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوارا لحق کاکړ په ګوادر كښې د پاك بحريه د چورلكې په پېښه كښې د شهيد شوي ليفټيننټ کمانډر حمزه عابد استوګنې ته لاړو او دغلته يۍ د شهيد مور پلار او كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل زه د چورلكې په ېپښه كښې د شهيد شوي ليفټيننټ کمانډر حمزه عابد مور پلار او كورنۍ سره غمرازۍ لپاره د شهيد استوګنې ته لاړم ما سره د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي هم ٶ٬ د شهيد پلار هم په پاك بحريه كښې خدمات ترسره كړي دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د قام په حېث د شهيدانو مقروض يؤ٬ لويے څښتن دے د شهيدانو درجات بلند كړي۔ په دې موقع وزيراعظم د شهيد ليفټيننټ کمانډر حمزه عابد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني هم وكړه

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں