د بائيو مېټرك د تصديق نه كېدو په صورت د نادرا دفترو ته د تګ نه غېر د بېنكونو څخه د مرستې روپۍ تر لاسه كېدې شي

image

اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)د احساس اېمرجنسي کېش په حقله ځينې مهم اعلانونه شوي چې مقصد ئې په دې پروګرام كښې د شاملو كسانو لار ښونه ده دغسې چې دوي ته ورمخې ته مسئلې په سمدستي توګه حل كړې شي او د خپلې برخي روپۍ وصول كړي۔ ذريعو له مخې په دې اعلانونو كښې وئيلي شوي كه چرته ستاسو د ګوتو د نشانونو بائيومېټرك تصديق نه كېږي نو د نادرا دفترو ته د تګ نه غېر د اړوندو بېنكونو برانچونو څخه د مرستې روپۍ تر لاسه كولې شې ٬ داسې كسانو ته به د مرستې روپۍ وصولولو لپاره د 8171 څخه بيا اېس اېم اېس لېږلې شي او په دغه اېس اېم اېس كښې به د اړوند بېنك درك او نېټه درج وي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں