پاکستان كښې د جاپان سفیر کونینوری متسودا د نشه ائ توكو مخنيوي وفاقی وزیر اعظم سواتی سره وليدل

image

اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) پاکستان كښې د جاپان سفیر کونینوری متسودانے د نشه ائ توكو مخنيوي وفاقی وزیر اعظم سواتی سره ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د وزیراعظم عمران خان د کورونا وائرس وبائی رنځ په مهال شوې هڅې اوستئالې ۔ د جاپان سفیر ووئيل پاکستان کوویډ 19 بحران په ضد د ذكر وړ اقدامات كړي، د دې حقیقت تر مخه پرمختګ كړې هيوادونه پخپله د دې وباء مقابله كولو كښې ناکامه راغلي۔ ده ووئيل د جاپان حکومت او جاپان اولس د کورونا وباﺀ په مهال د پاکستان سره ولاړ دي ۔د زيارت په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د جاپان حکومت اوسنيو كښې افغان کیمپونو كښې ميشته كډوالو او خوارې كښو له سیفټی کټس او د خوراك څښاك څيزونه وركولو لپاره افغان كډوالو له 10 لکه امریکائي ډالره مرسته كړې۔ په دې موقع وفاقی وزیر اعظم سواتی د جاپان سفیر ته ووئيل د نشه ائ توكو مخنيوي وزارت هيواد كښې د نشې لعنت او د کورونا وائرس ختمولو لپاره لوظي دے۔ ده ووئيل انسانیت د نشه ائ توكو غیر قانونی چیلنج سره مخ دے ، دا يوه لويه مسئله ده او د نشه ائ توكو قاچاق مخنيوې د نړۍ د شريكو هڅو نه غير ناممکن دے۔ د جاپان سفیر افغان امن عمل کامیابولو كښې د پاکستان کردار هم اومنلو

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں