پاکستان سنګاپور سره په ټولو څانګو كښې په خاص توګه اقتصادي څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو او هغې ته لا پراختيا وركولو خوښي لري

image
APP17-24 ISLAMABAD: July 24 - President Dr. Arif Alvi talking to High Commissioner-designate of Pakistan to Singapore, Ms. Rukhsana Afzaal, who called on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان سنګاپور سره په ټولو څانګو كښې په خاص توګه اقتصادي څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو او هغې ته لا پراختيا وركولو خوښي لري۔ اولس مشر دا خبرې سنګاپور لپاره نومولي شوي هائي كمشنرې رخسانه افضال سره وكړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ليدلي۔ اولس مشر د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريك وزارتي كمېسون په كچه په باقاعدګۍ سره د روابط په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم د صلاحيت نه كم دے٬ نومولې شوې هائي كمشنره دې د دوه اړخيزه تجارت دوې او د آزاد تجارت لوظنامې لپاره د مقصد وړ خبرو اترو لپاره كار وكړي۔ اولس مشر زور رواړو ھغه دې سنګاپور كښې د پاكستان كاروباريان پاكستان كښې د سرمايه كار دوست ماحول څخه استفاده كولو لپاره قائل كولو سره سره په آسيان كښې د پاكستان فل ډائيلاګ پارټنرشپ لپاره ټولې ممكنه هڅې وكړي۔ اولس مشر سنګار پور لپاره نومولې شوې هائي كمشنرې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه د دې اميد څرګندونه ئې وكړه د رخسانه افضال د سفارتي مودې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں