د خارجه وزير شاه محمود قریشی د اروپائي ائتلاف خارجه چارو مشر جوزف بوریل سره تيلي فوني تماس

image

اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي مقبوضه كشمیر كښې د كرونا وباء خپريدو مخنيوي لپاره بنديزونو لري كولو ته اړتيا ده، 80 لاكھه كشمیریان د هند د ظلم څخه خلاصيدو لپاره د نړيوالې ورورولۍ پام لرنې ته سترګي په لاره دي۔ د امریكې طالبانو امن لوظنامه افغانستان كښې امن لپاره مهمه ده، پاكستان، افغان امن عمل كښې د شريكو ذمه وارو ترمخه خپل په زړه پورې كردار په ښه نیت سره ترسره كوي۔ خارجه وزیر د شورو په ورځ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جوزف بوریل سره ټیلیفوني تماس نيولې ؤ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو خپلو كښې د نړيوالې وباﺀ خپريدو مخ نيوي په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير د كرونا وائرس له امله د اروپائي ائتلاف هيوادونو كښې په شوي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ شاه محمود قریشی ووئيل د دې نړيوالې وباﺀ مخنيوي لپاره د اروپائي ائتلاف د اړخه شوي په وخت اقدامات د ستائنې وړ دي۔په دې سخت وخت كښې اروپاﺀ او په خاص توګه سپین كښې ميشته پاكستانيانو د اړخه د يووالي په څركندونه او په رضاكارانه هلو ځلو هم خبرې وشوې۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی موجوده وبائی تناظر كښې د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر په مقبوضه جمو او كشمیر كښې د تشویشناك صورتحال څخه خبر كړو ۔ ده ووئيل د هند د اړخه مقبوضه جمو او كشمیر كښې د تيرو 8 مياشتو راهسې پرله پسې د كرفيو په وجه هلته د داروګانو او ضروري څيزونو كمې دے۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه كشمیر كښې د دې وباﺀ خپريدو مخنيوي لپاره دغه بنديزونه لري كولو ته اړتيا ده۔ 80 لاكھه كشمیریان د هند د طلم خخه خلاصولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ پام كولو ته سترګي په لاره دي۔ خارجه وزير ووئيل د دې نړيوالې وباﺀ سره مخ كيدو سره كم وسائل لرونكې پرمختګ كوونكې هيوادونه سخت معاشی ستونزو سره مخ كيږي او دې لپاره وزیر اعظم عمران خان د پرمختګ كوونكو هيوادونو د قرض ری اسټركچر كولو تجویز وركړې دغسې چې خپل وسائل د نړيوالې وباﺀ مخنيوي اود قیمتی ځانونو زيان څخه بچ كولو له اوكارولي شي۔ شاه محمود قریشی ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر او آئی ایم اېف مینجنګ ډائریكټر هم په دې اړه د ډاډ وړ بیانونه وركړي۔ هيله لرو چې اروپائي ائتلاف به د پرمختګ كوونكو هيوادونو د قرض ری اسټركچر كولو تجویز مخ په وړاندې بوتللو كښې زمونږ مرسته وكړي۔دواړو لارښودو خپلو كښې په افغان امن عمل او په خاص توګه د امريكې او طالبانو ترمينځه په ترسره شوي امن لوظنامه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دواړو لارښودو دغه امن لوظنامه افغانستان كښې امن لپاره مهمه ګرځولو سره دا د افغان قیادت لپاره يو ښه موقع وګرځوله۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان به افغان امن عمل كښې د شريكې ذمه وارۍ ترمخه مصالحانه كردار ښه نيت سره ترسره كوي۔د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جوزف بوریل په دې وبائی چیلنج قابو موندلو له شريكو هلو ځلو كولو تجویز سره اتفاق كولواو په دې سخت وخت كښې د يووالي په څرګندونه د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی مننه وكړه۔ خارجه وزير د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جوزف بوریل له د حالاتو ښه كيدو نه پس د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں