د دفاع لنډ مهاله وزير لېفټېننټ جنرال (ر) نعيم خالد لودھي د نېول هېډكوارټرز اسلام آباد دوره

image
APP39-30 ISLAMABAD: July 30 - CNS, Admiral Zafar Mahmood Abbasi exchanging views with Lt General (Retd) Naeem Khalid Lodhi, Minister for Defence, at NHQ. APP

اسلام آباد ۔ 30جولائی (اے پی پی) د دفاع لنډ مهاله وزير لېفټېننټ جنرال (ر) نعيم خالد لودھي د نېول هېډكوارټرز اسلام آباد دوره كړې ده چرته چې هغه د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره ملاقات وكړو۔ د سمندري ځواك وياند ترمخه نېول هېډكوارټر ته په رسېدو د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د دفاع وزير ته هركلې اووې۔ په دې مهال د سمندري ځواك يوې چمتو ډلې د دفاع وزير ته سلامي وركړه۔ وروستو د دفاع وزير سره پرنسپل سټاف آفيسرز معارفي كړې شول۔ د سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره ملاقات كښې د شريكې خوښې ٬ پېشه ورو چارو او په خاص توګه د بحر هند په سيمه ايز امنيت او آپرېشنل تيارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں