د ډاکټر محمد فېصل لخوا د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللې شو٬ په لائن آف کنټرول د هندي پوځ لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزۍ او د ډزو غندنه

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) سوئيلي آسيا او سارك لپاره د پاكستان خارجه دفتر ډائرېكټر جنرل ډاکټر محمد فېصل د هند دوهم هائي كمشنر ګوراوو اهلوواليا خارجه دفتر ته رابللې دے او ورسره ئې د جولائي په 28مه نيټه د لائن آف كنټرول په كېلر سېكټر كښې د هندي پوځ لخوا د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ او د بلااشتعال ډزو غندنه كړې٬ د هندې ډزو له امله په كټ چار كلي كښې يو 28 كلن سړے منير حسېن او په مندهر كلي كښې يوه مېرمن رحمت جان شهيدان او درې وګړې ژوبل شوې دي٬هندې پوځ په لائن آف كنټرول او ورکنګ باٶنډري پرله پسې آبادي په نخښه كوي او دا سلسله د كال 2017 راهسې روانه ده او تراوسه د هندي ځواكونو لخوا د ډز بندۍ د خلاف ورزيو 1970 پېښې رامخې ته شوې دي٬ ده ووئېل هندي پوځ قصداً آبادۍ په نخښه كولو سره د بشري حقونو او نړيوال بشري قوانين خلاف ورزۍ كوي او دې سره سيمه ايز امن او سلامتيا په خطر كښې ده او د ډز بندۍ خلاف ورزيو په نتيجه كښې د تزويراتي غلطې اندازې رامخې ته كېدې شي ۔ ډاکټر محمد فېصل په هند زور رواړو چې ھغه د كال 2003 د ډز بندۍ د لوظنامې احترام وكړي ٬ په کنټرول لائن د هند لخوا د شوو خلاف ورزيو پلټنې وكړي او خپلو ځواكونو ته د ډز بندۍ احترام په ځائ ساتلو لپاره امر وكړي دغسې چې په لائن آف كنټرول او وركنګ باٶنډري په حقيقي توګه امن په ځائ پاتې شي۔ ده په هند ټېنګار وكړو جې ھغوي د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ډلې ته د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د قراردادونو له مخې د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړ

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں