خاص مرستيال سیّد ذوالفقار بخاري قطر كښې د بیروزګاره شوو 700 پاكستانیانو هيواد ته د وېړيا راوستلو اعلان

image

اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سیّد ذوالفقار بخاری قطر كښې د بیروزګاره شوو 700 پاكستانیانو هيواد ته د ويړيا راوستلو اعلان كړے ، بیروزګار شوو كسانو له به د كامیاب جوان پروګرام ترمخه روزګار هم وركولې شي۔ د سمندر پوې پاكستانيانو وزارت د اړخه جاري بيان له مخې راروانو دوز اوونيو كښې به قطر څخه په 5 خاص پروازنه راځي۔ سید ذوالفقار بخاری قطر كښې د پاكستانيانو ته د ویډیو لنك د لارې خطاب كولو كښی ووئيل دا مهال قطر كښې 55 سوه پاكستانیان ګېر دي د كومو راوستلو له چې به په راروانو دوو اوونيو كښې 5 خاص پروازونه چلولې شي۔ ده ووئيل په دغه فلائټس كښې به سیټونه په میرټ وركولې شي۔ د غونډې په مهال سید زوالفقار بخاری قطر كښې پاكستانیانو له باور وركړو چې بیروزګاره شوي 700 پاكستانیان به ويړيا پاكستان ته راوستلې شي او د هغوي خرڅونه به د هغه ځائې كمپنۍ وركوي۔ ده ووئيل دغه كسانو له به د كامیاب جوان پروګرام ترمخه روزګار هم وركولې شي

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں