د پاكستانيانو په بهر هېوادونو كښې د لسو زرو جائيدادونو درك لګولې شوې٬ چې پكښې 300 مالكانو ته نوټسز جاري شوي

image
APP02-05 ISLAMABAD: October 05 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain and Special Assistant to PM on Accountability Shahzad Akbar jointly addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Afzaal Chaudhry

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب لپاره خاص مرستيال شهزاد اكبر وئېلي دي د پاكستانيانو په بهر هېوادونو كښې د لسو زرو جائيدادونو درك لګولې شوې٬په دې د 300 جائيدادونو مالكانو ته نوټسز جاري شوي٬په لندن كښې د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار دوه نور فلېټس رامخې ته شوي٬باهمي قانوني معاونت بل او وسل بلوور ايكټ به منظورۍ له ډېر زر وفاقي كابينې ته وړاندې كړی شي٬پانامه ليكس كښې چې د كومو كمپنو نامې راغلې د هغوي تفصيلات راغواړو۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره خبري كنفرنس په مهال كړې۔ده ووئيل د كابينې منظورۍ سره اثاثه ريكوري يوڼت كار پېل كړی او په دې يونټ كښې نېب٬اېف آئي اے٬اېف بي آر پشمول د نورو محكمو نمائندګان شامل دي۔دې يونټ برتانيې او دبيئ كښې د پاكستانيانو د لسو زرو څخه د زياتو جائيدادونو درك لګولې چې پكښې به د 895 جائيددادونو په ضد كاروائي كولې شې۔ده ووئيل د ټولو په ضد به د فرق نه غېر كاروائي كولې شي۔ده ووئيل پانامه ليكس كښې چې د كومو كمپنو نامې راغلې د هغې تفصيلات راغواړو۔د اړوندو هېوادونو څخه تفصيلات ترلاسه كېدو نه پس به د هغوې مالكانو څخه تفصيلات غوښتلې شي او بيا به په هغې كاروائي مخ په وړاندې بوتللې شي

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں