اولس دې ټېكس اېمنسټي سكيم څخه په ټاكلې موده كښې بشپړه ګټه پورته كړي

image

اسلام آباد 21 جون (اے پي پيي) وزیراعظم عمران خان وئېلې دي کرپشن كوٶنكي به مونږ نه پرېږدو خو د ټېكس غلا ختمولو ته حكومت اول پام لرنه كوي ٬ ده په اولس زور رواړې چې اولس دې ټېكس اېمنسټي سكيم څخه په ټاكلې موده كښې بشپړه ګټه پورته كړي٬ کرپشن كوٶنكي به مونږ نه پرېږدو خو د ټېكس غلا ختمولو لپاره د اولس ملاتړ ته اړتيا ده٬ حكومت سره په ګډه تاسو هېواد د ستونز څخه خلاص كړې ٬ مونږ له راتلونكي كال 5500 اربه روپۍ راغونډل دي٬ قام كه پرېكړه وكړي نو هر كال 8 زره اربه جمع كولې شوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د قام په نامه خپل نشرياتي پېغام كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل بيا بيا مې اولس ته وئيلي دي چې په تېرو لسو كالو كښې د پاكستان بهرنې قرض د 6 زره اربه نه 30 زره اربه ته رسېدلې٬ حکومت چې څومره محصولات راغونډوي د ھغې نيمه د بهرني قرض په سود وركول وي٬ ده ووئېل اوس د بهرني قرض سود وركولو لپاره قرض اخلو۔ ده ووئيل پاكستان هغه مقام ته رسېدلې چرته چې كرپشن او د ټېكس غلا كېږي٬ كرپشن كوٶنكي به مونږ نه پرېږدو خو د ټېكس د غلا خاتمې لپاره د اولس ملاتړ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د ټېكس غلا په ضد كه اولس د حكومت مرسته نه كوي نو مونږ به هېواد د دې دلدل نه رابهر نه كړې شو۔ ده ووئيل حكومت اېمنسټي سكيم رامخې ته كړې چې موده ئې تر 30 جون ده ٬ دې سكيم څخه تاسو د ټولو آثاثو څرګندولو موقع لرې ٬ دا د اثاثو څرګندولو ځالانده موقع ده ٬ ده ووئېل دا وخت دے چې اولس حكومت سره په ګډه پرېكړه وكړي او هېواد د دلدل نه رابهر كړي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان اولس په هر سخت وخت كښې مرسته كړې ٬ ډېر مثالونه زمونږ په وړاندې دي٬ د شوکت خانم روغتون جوړول٬ د كال 2005 زلزله٬ سیلاب او قدرتي آفتونو كښې ټولو پاكستانيانو په مرسته كولو هېواد د سخت وخت نه رابهر كړې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له راتلونكي كال 5 نيم زره اربه روپۍ راغونډول دي٬ قام كه پرېكړه وكړي نو هر كال 8 زره اربه روپۍ راغونډولې شو٬ مونږ خپل خلق د غربت نه رابهر كولې شو او د خپلو ماشومانو سباٶن روښانه كولې شو۔ ده ووئيل زه نه غواړم چې اولس پرېشانۍ سره مخ شي ٬ اولس دې د سكيم څخه ګټه پورته كړې او هېواد دې د مشكل نه بهر كړي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل اېف بي آر بشپړه ډېټا لري٬ اولس د اېف بي آر په معلوماتي وېب پاڼه خپله ډېټا كتلې ش

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں