پاكستان او امريكې دوه اړخيزه او سمه ايز شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره روابطو ته په دوام وركولو اتفاق كړے

image
APP27-03 WASHINGTON: October 03 - Foreign Minister, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi with the US Secretary of State Mike Pompeo. APP

واشنګټن 03 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان او امريكې دوه اړخيزه او سمه ايز شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره روابطو ته په دوام وركولو اتفاق كړے٬ دا اتفاق د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو ترمېځه په خارجه محكمه كښې په ملاقات كښې شوے۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو خبرې شوې دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې خارجه وزير كوم چې د امريكې خارجه وزير په بلنه د واشنګټن په سركاري دوره دے٬ وئيلي دي چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه نزدې رابطه تل ګټوره او په سوئيلي اسيا كښې د استحكام عنصر پاتې شوے۔ ده ووئيل چې وړاندې تګ لپاره د پراخا بنياد او ډهانچه جاتي فرېم ورك مذاكرات به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور ثابت شي۔ شاه محمود قريشي د حكومت پرمختيائي او د اولس د پام وړ اېجنډا په ډاګه كړه۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان ا و امريكا په افغانستان او منطقه كښې د امن او استحكام شريك خواهش لري۔ ده په افغانستان كښې سياسي حل لپاره د پاكستان د ملاتړ عزم هم څرګند كړو او وې وئيل چې د طاقت استعمال د نتيجو په ترلاسه كولو كښې پاتې راغلې۔ خارجه وزير ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې امن كوم چې د امريكې او پاكستان شريك مقصد دے٬ د جمهو او كشمير شخړې پشمول د ټولو شخړو د حل نه بغېر ممكن نه دے۔ د خارجه وزير هركلې كولو سره د امريكې خارجه وزير مائيكل پومپپو ووئيل چې امريكا د پاكستان نوي حكومت سره په اصلاحاتي اېجنډا عمل كولو لپاره په ګډه كار كول غواړي۔ ده په افغانستان كښې سياسي تفاهم لپاره د پاكستان د ملاتړ او په ګاونډ كښې امن لپاره د هغه هڅې وستائيلې۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں