د چين رېډكراس فاؤنډېشن چيئرمېن ليو ژوانګو اے پي پي سره مركه

image

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د چين رېډكراس فاؤنډېشن به سږ كال په كوئټه كښې دوهم اېمرجنسي كيئر يونټ جوړ كړي٬۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره په مركه كښې د فاؤنډېشن چيئرمېن ليو ژوانګو ووئيل چې فاؤنډېشن د چين پاكستان د ژوند بچ كولو راهدارې له مخې وړومبې سنټر په ګوادر كښې جوړ كړے٬ رېډكراس فاؤنډېشن به د پاكستان هلال احمر سوسائټې سره په مشوره طبي اېمرجنسي خدماتو لپاره نورې ډلې هم رالېږي۔ ده ووئيل چې تر دوه كلونو به چينائي طبي ډلې په سنټر كښې خدمات ترسره كوي او د دې نه پس به دا مركز د پاكستان هلال احمر سوسائټې ته سپارلې شي۔ ده ووئيل چې د رېډكراس فاؤنډېشن وړومبې طبي ډله حواسان روغتون فوډن پوهنتون او د بيجنګ د رېډكراس 999 اېمرجنسي رېسكيو سنټر څخه رالېږل شوې۔ دا طبي ډله د شپږ مياشتو نه په ګوادر كښې خدمات ترسره كوي۔

مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں