د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به په ملګرو ملتونو كښې د تاريخي غونډې نه پس ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ هېواد ته راځي٬ د تحريك انصاف مشران٬ كاركنان او د كابيې غړي به د وزيراعظم هركلې كوي۔ په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې وزيراعظم به نن مازيګر راځي او د هغه مينه وال به د هغه هركلې كوي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د اسلامي امت او مظلومانو غږ جوړېدو سره د قوم سر د فخر نه لوړ كړے۔ د تحريك انصاف مشران٬ كاركنان او د كابيې غړي به د وزيراعظم هركلې كوي۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina