وزيراعظم عمران خان به د هېواد معیشت او سیاست په سم پلو روانولو سره هېواد مخ په وړاندې بوځي،د كورنيو چارو وفاقی وزیر

image
APP02-100121 ISLAMABAD: January 10 - Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed addressing his constituents at a reception at Freedom House. APP photo by Javed Quresh

اسلام آباد 10جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې عمران خان به د هېواد معیشت او سیاست په سم پلو روانولو سره هېواد مخ په وړاندې بوځي، اولس د احتساب لپاره پی ټی آئی له ووټ وركړې، مریم نواز مسلم لیګ (ن) دې حال ته رسولې، كه هغې د پوهې څخه كار اخستې وي نو نن به دا حال نه ؤ،ټول پاكستان د خپل پوځ سره ولاړ دې،هند د خپلو ايجنټانو او سرمايه كارو د لارې پاكستان ته زيان رسول غواړي، پاكستان په ضد ټول سازشونه به ناكامه كيږي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده فریډم هاؤس كښې اولسي غونډې ته وينا كښې وكړه، د كورنيو چارو وزير ووئيل عمران خان به پاكستان مخ په وړاندې بوځي، عمران جان به د پاكستان معیشت هم سموي او دې سره سره به سياست هم په سم پلو روانولې شي،ده ووئيل د احتساب په نامه وګړو تحریك انصاف له ووټ وركړې،د غلو سره د مفاهمت كولو په ځائې به د قانون له مخې ټولې چارې ترسره كولې شي، د پی ډی اېم تحریك ختميدونكې دې، ما وړاندې هم وئيلي ؤ چې هغوي نه استعفیٰ وركوي او نه به د ټاكنو څخه بائیكاټ وكړي ۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) دې حال ته رسولو كښې د مریم نواز لاس دې، كه هغې د پوهې څخه كار اخستې وي نو نن به دا حال نه ؤ، ده ووئيل پیپلز ګوند پنجاب كښې عمل دخل نه لري، عمران خان هلې ځلې به ټوله نړۍ كښې په تاريخ كښې ياد ساتلې شي،ده ووئيل علما او اېم ډبلیو اېم د زيات تدبر ثبوت وركړې، اپوزیشن د دې دهرنې غلط استعمال كولو ، هزاره قبیلې د ښه پوهې څرګندونه كړي او هېواد ئې د مسئلو څخه بچ كړې،ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ عظيم پوځ دې،زمونږ پوح لوئ قربانۍ وركړې دي، پاك پوچ د غلو لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ نه دي وركړي د پاكستان او اسلام لپاره ئې دغه قربانۍ وركړې دي،ده ووئيل ټول پاكستان د خپل پوځ سره ولاړ دې، كه اپوزیشن كښې همت وي نو د پينډۍ پلو دې راشي ، هند د خپلو سرمايه كارو او ایجنټانو د لارې پاكستان ته زيان رسول غواړي،ټول سازشونه به ناكامه كيږي او پاكستان به بريالې كيږي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں