محراب او منبر دې د رياست ټاكلو حدونو نه بهر لاړ نه شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د دعوه اكېډمۍ دستورې ته خطاب

image
APP66-311220 ISLAMABAD: December 31 - Federal Minister for Religious Affairs and Interfaith Harmony Pir Noor-ul-Haq Qadri addressing the concluding session of the two days International Conference on “Contemporary Challenges for Dawah and their Elucidation in the Light of Seerah” organized by Dawah Academy of the International Islamic University (IIU). APP

اسلام آباد۔31دسمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي محراب او منبر دې د رياست ټاكلو حدونو نه بهر لاړ نه شي او د رياست په مسئلو دې په جوش كښې د خطاب كولو نه ډډه وكړې شي۔ هغه ووئيل سائنسمدار كه مومن وي يا ملحد په دواړو صورتونو كښی د كمال خاوند وي۔ هغه نن د زيارت په ورځ په دعوه اكېډېمۍ كښې يوې دستورې ته خطاب كولو ۔ هغه ووئېل د دين دعوت وركوؤنكي بايد په فكري او علمي توګه چمتو وي۔ ټی وی اېنکرز ماسره په معيشت خبره كوي ماته څه معلومه ده چې معيشت او اېل اېن جي څه څيز دے۔ ماسره دې په رياست مدينه خبره وكړي۔ ۔انبیاء علېهم السلام او صوفیاء كرامو د دين تبليغ د خپل كردار د لارې كړے۔ وفاقي وزير نور الحق قادري په رمضان ټرانسمشنز ټكونه كولو سره ووئيل په هره څانګه الو ناست دے يا ناسته ده۔ كه د علم خاوندان مارننګ شوز او رمضان ټرانسمیشن ته نه ځي نو نور خلق به د دوي په ځاے ناست وي۔ هغه ووئيل د ریاست او خطابت ټول عمري خپلو كښې شخړه روانه وي۔ د رياستي مسئلو په حقله بايد خطيب په جوش كښې د خطاب كولو نه ډډه وكړي۔ په خطاب كښې يو كس هدف كول سم نه دي۔ هغه ووئيل د پاكستان په ډول آزادي نړۍ كښې كوم هم محراب او ممبر نه لري

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں