د صحرائي سيمو نړيوالو مسئلو حل له به په نړيواله كچه پالېسي او مېكنزم وضعه كول وي۔ مشاهد اللہ خان

image
APP50-12ISLAMABAD: September 12 - Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq presiding over the meeting of Parliamentary Committee on National Security at Parliament House. APP

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد اللہ خان وئيلي دي چې د صحراګانو له امله په نړيواله كچه زمكو ته د زيان رسېدو او خشك سالۍ په پېښو كښې اضافه كېږي چې په نتيجه كښې ئې په نړيواله كچه خوراك كښې د كمي ٬ زمكه كښې د اوبو كمي او د كركيلې پېداوار ناوړه صورتحال په ډول مسئلې لا سېوا كېږي۔ بياهم د زياتېدونكو صحرائي سيمو نړيوالې مسئلې حل له به په نړيواله كچه پالېسي او مېكنزم وضعه كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير مشاهدالله خان نړيوال وزارتي كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د ټولې رقبې 40 فيصد سيمه د بارانونو د كمي يا د بې ترتيب صورتحال سره مخ ده چې په نتيجه كښې ئې دا سيمې په شاړو زمكو او صحراګانو كښې بدلېږي۔ بياهم موجوده حكومت د ملګروملتونو پرمختيائي پروګرام او ګلوبل انوائرونمنټ سره په ګډه په ماحولياتي مسئلو قابو موندلو له 5 كلن بشپړ پروګرام پېل كړې دغسې چې د هېواد زمكې بنجر يا صحراګانو كښې بدلېدو نه وساتلې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں