د امريكې دوره منسوخ شوې نه ده بلكې نېټه نه ده ټاكل شوې٬امريكا ډېره لږه مرسته راكوي

image

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې د امريكې دوره منسوخ شوې نه ده بلكې نېټه نه ده ټاكل شوې٬امريكا ډېره لږه مرسته راكوي٬كه هغه دا بند هم كړي نو په مونږ هېڅ فرق نه پريوځي۔دامريكې د مرستې نه غېر ګزاره كولې شو۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزيرخواجه محمد آصف ووئيل چې د امريكې دوره شيډول كړې شوې خو د امريكې سره سره به د ملګرو هېوادونو دوره هم كوم٬د نورو هېوادونو سره به هم رابطې كولې شي۔ده ووئيل مونږ به هغه كار كوو كوم چې د پاكستان په حق كښې وي۔د امريكې دورې په اړه د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل چې دوره منسوخ شوې نه ده بلكې نېټه نه ده ټاكل شوې۔ده ووئيل د امريكې د اړخه تل د ډومور غوښتنه شوې خو بيا هم د هغوي د اړخه ډېره كمه مرسته ترلاسه شوې٬كه هغه دا مرسته بنده هم كړي نو په مونږ هېڅ فرق نه پريوځي

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں